تاند(شنبه، د جوزا ۲۹) د خوست ولایت سیمهییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي دي.
د خوست د موسیخېلو ولسوالۍ ولسوال کمال خان منګل ویلي چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د دغې ولسوالۍ په سره سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې پر سړک پلي روان ملکي وګړي د سړک غاړې ته پر اېښودل شوي ماین وربرابر شول.
د نوموړي په وینا په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
نوموړي ویلي چې ماین د وسله والو طالبانو له لوري اېښودل شوی و خو یادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د کابل د پغمان ولسوالۍ په قلعه عبدالعلي سیمه کې پر یو رنجر موټر سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.
عیني شاهدان وایي چې په دې پېښه کې درې پولیس سرتېري وژل شوي دي.
د کابل پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.