چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeداسې هم شتهچین په یوه ورځ کې ۱۰ منزله تعمیر جوړ کړ

چین په یوه ورځ کې ۱۰ منزله تعمیر جوړ کړ

تاند ( شنبه، د جوزا ۲۹ مه ) راپورونه وایي، د چین په بیجنګ ایالت کې په ۲۸ ساعتونو کې ۱۰ منزله لوړ تعمیر به بشپړ ډول جوړ او افتتاح شو.

دغه تعمیر د براډ ګروپ ساختماني شرکت جوړ کړی دی.

د دې شرکت ویاند رسنیو ته ویلي چې د تعمیر ټول کار یې په ۲۸ ساعتونو او ۴۵ دقیقو کې پای ته ورساوه.

دا استوګنیز تعمیر د خونو، پخلنځیو او تشنابونو په شمول، په ټولو اړینو اسانتیاوو مجهز دی.

براډ ګروپ شرکت له دې وړاندې هم ځینې روغتونونه او کورونو جوړ کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د دې تعمیر ټول مواد د تختو او پرزو په بڼه مخکې له مخکې تیار شوي وو او یوازې د نصب لپاره ساحې ته انتقال شوي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی