Homeخبرونهملي دفاع، کورنیو چارو او کلیو پراختیا وزارت ته نوي سرپرست وزیران...

ملي دفاع، کورنیو چارو او کلیو پراختیا وزارت ته نوي سرپرست وزیران وټاکل شول

تاند (شنبه د جوزا ۲۹مه) ولسمشري ماڼۍ تازه د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت لپاره نوي سرپرست وزیران ور وپیژندل.

د ولسمشري ماڼۍ د چارو ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر ستر جنرال بسم الله خان محمدي د ملي دفاع وزارت، د کندز او کونړ پخوانی والي جنرال عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو وزارت او د کورنیو چارو وزارت پخوانی سرپرست حیات الله حیات د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت لپاره د سرپرست وزیرانو په توګه وټاکل شول.

په خبر پاڼه کې وړاندې راغلي: “د دې حکمونو پر اساس، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مؤظف شوی چې ملي شورا ته دې د یادو سرپرست وزیرانو د معرفي کولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.”

د خبرپاڼې له مخې، د ولسمشري ماڼۍ د عالي مقام د فرمان په اساس، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت پخوانی سرپرست مجیب الرحمن کریمي، په پراختیايي او زیربنایي چارو کې د ولسمشر د ستر سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.

په امنیتي ادارو کې دا بدلونونه په داسې حال کې راغلل چې د هېواد په ډیر شمېر ولایتونو کې افغان ځواکونه له طالب وسله والو سره په مخامخ جګړو بوخت دي.

په همدې حال کې بیا طالبان د ولسوالیو د نیولو خو افغان لوری بیا هره ورځ له ۲۰۰ څخه د ډیرو طالبانو د وژلو ادعا کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...