Home+افغان لوبغاړي رضايي په تکواندو لوبو کې د اسیا اتلولي وګټله

افغان لوبغاړي رضايي په تکواندو لوبو کې د اسیا اتلولي وګټله

تاند (شنبه، د جوزا ۲۹) د افغانستان د تکواندو ځوان لوبغاړی محسن رضایي د اسیا تکواندو د ۲۴م پړاو په لوبو کې اتلولي خپله کړه.

د تکواندو ملي فدراسیون مسوولان وایي، دا لومړی ځل دی،چې یو افغان لوبغاړی د اسیا پر کچه د تکواندو سیالیو کې اتلولي ګټي.

د سرچینې په خبره، د محسن رضايي سیالۍ په ۵۸ کیلو وزن کې وشوې.

رضایي چې په خپل وزن کې یې د کوېټ، پاکستان، تایوان او سوېلي کوریا سیالان مات کړل، د لبنان پلازمنه بیروت کې د سرو زرو مډال ورکړل شو.

د اسیا د تکواندو ۲۴م پړاو سیالۍ په بیروت کې د ۲۱ هېوادونو د ۱۸۹ لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...