تاند (شنبه د جوزا ۲۹) په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي او طالبانو له افغان سرتېرو سره د جګړې ډګر د پخوا په پرتله تود کړی، هممهال د پاکستان په سرحدي سیمو کې وسله والو طالبانو ته د چندو د زیاتېدو راپورونه ورکول کېږي.
د امریکا غږ – ډیوه څانګې د راپور له مخې په بلوچستان، وزیرستان، پېښور او د پاکستان په ځينو لویو ښارونو کې لا هم په جوماتونو، فابریکو او شرکتونو کې د طالبانو لپاره چندې او مالي مرستې ټولېږي او فرضي کرښې ته څېرمه دوی ته مالي امکانات برابرېږي.
سرچینه وايي، وسله وال طالبان لویو دوکانونو ته ورځي، ځانونه د دغې ډلې د غړو په توګه ورپېژني او وايي چې دوی په افغانستان کې د الله په لاره کې جنګېږي.
په راپور کې راغلي پخوا به طالبانو یوازې په جوماتونو کې چندې ټولولې، خو اوس دغې چارې پراخوالی موندلی او دوکانونو، فابریکو او بازارونو کې هم له خلکو چندې راټولوي.
امریکا غږ ته خپلو سرچینو دا هم ویلي چې پاکستان کې د طالبانو لپاره د چندو ټولولو خبره اوسني او کومه پټه خبره نه ده، بلکې له پخوا راهیسې دغه چاره دوام لري.
په دغه راپور کې راځي چې طالبان په دې پیسو په افغانستان کې له افغان ځواکونو سره جګړې کوي خو پاکستانی حکومت یې پر وړاندې هېڅ راز اقدام نه کوي.
سرچینه همدا راز وایي، چې یوازې پاکستان نه بلکې په نورو اسلامي هېوادونو کې هم د دغه چنده ټولولو دود شته دی.
تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي و چې د پاکستان په جوماتونو کې د طالبانو لپاره چندې ټولېږي او دا پیسې افغانستات کې په جګړو لګول کېږي.
د افغانستان حکومت په ځلونو پر دغه ډول کړنو اندېښنه ښودلې ده او ویلي یې دي چې پر چندو سربېره طالبان د پاکستان ملاتړ له ځان سره لري، خو پاکستاني حکومت بیا دا ادعاوې رد کړي دي.
بلې خوا ملګري ملتونه هم وايي چې طالبان په افغانستان کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د نشه یي توکو د قاچاق، اختطاف، د کانونو د غیر قانوني استخراج او له خلکو څخه په زور په بېلا بېلو نومونو پیسې ترلاسه کوي.
بدبختی همدا ده چی ټول پدی پوهیږی چی دا جنګ د طالب او افغانستان ندی دا د پاکستان نا اعلان شوي جنګ دی چی د طالب په نامه یی کوی خو بیا هم زمونږ ویده ولس د طالب په ږیره او پټکي غولیږې . که چیری ولس وغواړي نو دوی به حتا یوه ورځ هم دوام ونکړي . مونږ سرف د نیکونو تاریخ ته خوشحاله یو او او په هغوی فخر کوو نو ولی دا سوال زمونږ مشران له ځانه نکوی چی ای زمونږ اولاد به صبا پر مونږ فخر کوی او یا هم شرمېږې ځکه تاریخ ډیر زر نه لیکل کېږي او سبا به زمونږ اولاد د دوعاو په ځای خبرې راته کوی ځکه چی مونږ پدی ښه پوهیږو چی دا جنګ د پاکستان دی او غواړی چی افغانستان وضفی تر څو په خپلو پخو وندریږې .
کچیری امریکا غږ دا رپور حقیقت وی نو نړیوالی ټولنی سره او ملګری ملتونه او همدارنګه د امنیت شورا سره دی شریک شی چی امریکا د پاکستان سره د یاد راپور پر اساس په تورلیست کی واچوی خو داسی ښکاری چی امریکا د تیر په څیر دلته سوله او ثبات نه غواړی او تل یی د سولی او ثبات په نوم د عامو افغانانو په سترګو کی خاوری او شګی شیندلی دی او نړیوالی ټولنی تل افغانانو سره د پاکستان په وړاندی د امریکا نظر ته پام کړی او د یوه خپلواک سازمان په څیر ګام ندی پورته کړی
دا هغه څه دي چې ډير تر مخه پښتونخوا کې روان دي، خو بدبختي داده چې پښتو او هغه افغان چې د طالب سره په يوه بيستره کې ویده دي هم يي ځان تبا که هم اخيرت او خپل وطن او ژوند يي په ځان تریخ کړی هم په نورو افغانانو،دوی دې خبر وي چې تاسې افغانان چې الله تعالی خپل وطن در کړای او د ژوند هر څه يي خپل وطن کې در ته پوښلي ډير جاهل او وحشي خلک يي، پاکستان مو د سپیو په شکل ويني او د حيواناتو کار در نه اخلي، تاسی دومره بې شرمه افغانان وختلی چې نه په ځان رحم کوی نه په اولاد او نه په افغانانو او. په تاسو دې لعنت وي او ژوند او اخيرت مو تبا
کوم وقت چی ربانی په کابل کی دحکومت مشر سو نو دپاکستان دحکومت له خوا د To Do List ورکړل سو چی په لاندی ډول دۍ: ۱- دافغانستان دملی پوځ ثقیله اسلحې لکه Skud Missles,جنګی طیارې، زرهپوش ټانکونه اونور ثقیله اسلحی باید پاکستان ته واستول شی. ۲- رئیس جمهور باید د ISI یو جنرال دمشاور په حیث ولری. په هر وزارت کی باید د ISI یو عالیرتبه مامور د مشاور په نامه موجود وی. ربانی د ISI جنرال حمید ګل د مشاور پحیث مقرر کۍ او په هر وزارت کی د ISI یو عالیرتبه مامور موجود وو. ځما مقصد دادې چی که ځموږ دخلګو همکاری نه وی، پاکستان هیڅ نشی کولای.