جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeکلتورسینماویدیا بالن لومړی څومره معاش درلود؟

ویدیا بالن لومړی څومره معاش درلود؟

تاند ( شنبه، د جوزا ۲۹ مه)   بالیووډ سینما چې د هندوستان پرته ټوله نړۍ کې شهرت او مینووال لري، د دې سینما پیاوړي اداکاران هم د ژوند عجیبي کیسې لري.

دوی چې اوس په ټوله نړۍ کې د شهرت څښتنان او ډېر پیسه لروونکي خلک یادیږي، پیل یې له ډېرو کمو او نشتو امکاناتو څخه کړی دی.

د باليووډ سینما د دغو مشهورو اداکارانو یوه یې ویدیا بالن ده چې وایي، کله چې یې لومړي ځل کار ته مخه کړه نو له ډېرو ستونزو سره مخ وه او په خورا کم اندازه کم معاش یې دنده پیل کړه.

هغه وایي، په لومړي ځل یې د سیاحت په برخه کې کار کړی و او ۵۰۰ هندۍ روپۍ ورته په بدل کې ورکړل شوې وې.

ویدیا بالن د باليووډ فلمونو یو مخکښه هنرمنده ده او د خپلې ښکلې اداکارۍ له امله ټوله نړۍ کې ډېره پېژندل کېږي.

بالن چې اوس د ښه شهرت څښتنه هم ده په یو فلم کې د کار کولو کروړونه روپۍ اخلي.

خو نوموړې د خپل لومړني معاش په اړه وايي چې د یو سیاحتي شرکت لپاره یې عکسونه اخیستي و چې د هغې په بدل کې ورته بیا پنځه سوه هندي کلدارې ورکړل شوې وې.

د یادولو وړ ده چې د ویدیا بالن راتلونکی فلم (شیرني) نومېږي، په دې فلم کې نوموړې د ځنګل ساتنې ادارې د یوې افسرې په توګه کار کړی دی.

بالن چې تر ډېره په فلمونو کې خپله د فلم منځنی کردار لوبوي تر ډېره پکې نارینه اداکارن هم کم وي.

نوموړې په خپله یوه مرکه کې دا هم ویلي و چې د هغې په فلمونو کې مشهور نارینه اداکاران ځکه نه وي چې د دې په فلمونو کې د ښځو کردارونه ډېر مضبوط وي او نارینه مشهور اداکاران ښايي له دې څخه ویره لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب