شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهعبدالله: طالبان غواړي له نظامي لارې ځان واک ته ورسوي

عبدالله: طالبان غواړي له نظامي لارې ځان واک ته ورسوي

تاند ( شنبه، د جوزا ۲۹) د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، طالبان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له جمهوريت سره سیاسي معاملې ته لیواله نه دي.

عبدالله د انتالیا ډيپلوماسي مجمع غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې داسې نښانې شته، چې طالبان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو دمخه د نظامي پرمختګ په لټه کې دي.

عبدالله غونډې ته خبرداری ورکړ که طالبان فکرکوي، چې له پوځي لارې به بریا ته رسېږي، دا به د طالبانو له خوا ډېره غلطه محاسبه وي.

نوموړي ویلي، چې د جګړې دوام به هېڅ ګټیالی ونه لري.

عبدالله د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته په خطاب کې وویل، چې باید د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې ډډه وکړي او پرځای یې د اوږد مهال ثبات لپاره له افغانستان سره کار وکړي.

عبدالله د خپلو خبرو په دوام ویلي، چې د ترکیې غونډه نه ده لغوه شوې، خو په خبره یې دا غونډه به هغه وخت ترسره شي چې د افغانستان دولت او طالبان جدي خبرو ته چمتو شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، د دوحې په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب