شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، په لسو ورځو کې به پر ډیورند کرښه د ازغن...

پاکستان وايي، په لسو ورځو کې به پر ډیورند کرښه د ازغن سیم د غځولو کار بشپړ شي

تاند(یکشنبه، د جوزا ۳۰) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د ازغن سیم د نصبولو کار به په لسو ورځو کې بشپړ شي.

شیخ رشید احمد د بودجې په اړه د خپل هیواد د ملي جرګې د بحث په مهال وویل، د دې ۲۶۰۰ کیلومتره پولې په سلو کې پر ۸۸ برخې ازغن سیم نصب شوی او پاتې به د روان جون تر پایه بشپړ شي.

ده په عین حال کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل چې راتلونکې دوې یا درې میاشتې هم د پاکستان لپاره ډېرې مهمې دي.

شیخ رشید زیاته کړه«همدااوس د افغانستان په شاوخوا ۳۸ سیمو کې جګړه روانه ده. د افغانستان ۲۴۰۰ امنیتي ځواکونه له طالبانو سره ملګري شوي دي.»

پاکستان د ۲۰۱۷ په مارچ کې پر ډیورنډ کرښه د ازغن سیم د تېرولو کار پیل کړ. افغانستان له دې اقدام سره مخالفت وکړ خو ویل کېږي چې پاکستان په دې پلمه چې پر ډیورند کرښه د ترهګرو د اوښتو رااوښتو مخه نیسي له امریکا څخه د ازغن سیم د نصبولو په خاطر څو ملیارد ډالره ترلاسه کړل.

پاکستان نه یوازې د دیورنډ کرښې په اوږدو کې ازغن سیم نصب کړی بلکې تر ۱۰۰۰ زیاتې کلاوې یا پوځي برجونه هم جوړ کړي دي.

دا هیواد وايي چې د ازغن سیم تر بشپړولو وروسته به ۱۶ رسمي لارې جوړې کړي چې ۵۰۰ ملیون ډالره پرې لګښت راځي.

4 COMMENTS

  1. شیخ رشید دوس داسې معلومات ورکوي لکه چې د جګړې قومنده ددوی په لاس کې وي. افغانستان به انشاالله د ډېرو شرمېدولو پنجابیانو لپاره پدې نړۍ کې په یوه جهنم بدل شي. دا سیمونه او زنجیرونه افغانان نه شي بېلولی. که خدای کول مخ به مو انشاالله حتما تور شي.

  2. اغزن تار ، دیوال او نړیوال رسمیت کوم معنی نلری د افغانانو او پښتنو تاریخ ، وینه ، مینه او کلتور سره نښتی او تل به سره یوځای وی ، که حالات لږ د افغانانو او خصوصآ د پښتنو په لوری او ګټه بدل شول بیا به لکه جرمنی او یا د شوروی لاندی نورومملکتو په څیر دوی د خپلی اصلی خاوره ، هویت او نقشی څښتنان شی .

  3. یو وخت آلمان هم په شرقي او غربي دولتونو وېشل شوی وو،
    ویتنام هم په شمالي او جنوبي برخو تقسیم شوی وو.
    یمن هم شمالي او جنوبي یمنونو په نوم یادېده ، د دوی ترمنځ کانکرېټي دیوالونه او دنړۍ د ځواکونو تر ټولو قوي او منظم پیمانونه لکه وارسا او ناتو ولاړ ول ،
    خو اوس یو واحد آلمان ، یو واحد ویتنام او یو واحد یمن شتون لري.
    پنجابیان دې اغزن تارونو ته نه خوشحالیږي . اوبه په ډانګ نه بېلیږي . یو څو ورځې نور به مو سره بېل کړي خو نه تر قیامته . د نوک او وورۍ جدایي نشته . لر او بر افغان یو دي انشاءالله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب