شنبه, مې 4, 2024
Homeکلتورسینمااکشی کومار ته د انډر ټېکر چېلنج

اکشی کومار ته د انډر ټېکر چېلنج

تاند ( یکشنبه، د جوزا ۳۰ مه ) د بالیووډ سینما مخکښ اداکار اکشی کومار ته د امریکا یو پخواني پیاوړي پهلوان ( رېسلر) انډر ټېکر د مقابلې چېلنج ورکړی دی.

اکشی کومار په ټولنیزو رسنیو کې د خپل یو پخواني (کهلاړیو کا کهلاړي) فلم عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې د دغه فلم یې ۲۵ کالونه پوره شول.

هغه لیکلي چې په دې فلم کې د انډر ټیکر کردار مشهور پهلوان (ریسلر) برین ترسره کړی و.

کومار د فلم دې عکس سره دغه راز لیکلي، هغه کسان چې انډر ټیکر ته یې ماتې ورکړې ده، لاسونه دې پورته کړي.

په دې عکس کې بروک لیسنر، رومن رینز او ټرپل ایچ لیدل کېږي چې عکسونه یې پکې راغلي دي، ورسره د اکشی کمار عکس هم دی او هغه هم لاس پورته کړی دی، یعنې دا وایي چې اکشی کمار هم انډر ټیکر ته ماتې ورکړې ده.

د اکشی کومار دې عکس ته په غبرګون کې انډر ټیکر اکشی کمار ته د مقابلې چېلنج ورکړی دی.

هغه ورته ویلي دي چې اوس راته ته ووایه، یو ځل بیا د رښتینې مقابلې لپاره ته کله چمتو یې؟

د امریکا مشهور پهلوان انډر ټیکر او د بالیووډ سینما پیاوړی اداکار اکشی کومار چې دواړه په خپلو برخو کې ټوله نړۍ کې میلیونونه مینووال لري، پر دغه چیلنج یې زرګونو خلکو تبصرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب