شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار امنیه قومندان: په تېره یوه میاشت کې ۲۷۵ طالبانو ته...

د ننګرهار امنیه قومندان: په تېره یوه میاشت کې ۲۷۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۳۰) د ننګرهار امنيه قوماندان سلطان داود سلطان نن یک شنبه د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې د تېرې يوې میشتې پرمهال افغان  ګډو ځواکونو ۳۷ عملیات ترسره کړي دي.

امنیه قومندان زیاتوي، چې د یادو عملیاتو پرمهال ۲۰۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶۶ نور ټپيان شوي دي.

د سلطان په خبره، په ياده موده کې د وسله والو طالبانو۲۰ مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.

د ننګرهار امنیه قومندان دغه راز زیاتوي، چې افغان ځواکونو په تېره یوه میاشت کې د انسان تښتوونکو د يوې ډلې په شمول ۱۰۰ تنه د جنايي جرمونو په تور نيولي دي.

امنیه قومندان ډاډ ورکوي، چې په دې ولايت کې د ولسوالیو د سقوط هېڅ وېره نشته او په ځینو سیمو کې یې عملیات لاهم دوام لري.

د ننګرهار امنیه قومندان داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تازه د دې ولایت په شیرزادو او حصارک ولسوالیو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د امنیتي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۲۱ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، چې په ترسره شویو بریدونو کې بل چاته کوم زیان ندی اوښتی.

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب