Homeخبرونهپروان کې ولسي خلکو له سیمه ییزې ادارې سره په همغږۍ د...

پروان کې ولسي خلکو له سیمه ییزې ادارې سره په همغږۍ د طالبانو پر ضد وسله پورته کړې

تاند (یکشنبه د جوزا ۳۰) د پروان سلګونو اوسېدونکو په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو د بریدونو له زیاتېدو سره هممهاله د دغه ډلې پر وړاندې وسله پورته کړې او وسله والو طالبانو سره د جګړې لپاره غوربند ولسوالۍ ته تللي دي.

د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار په وینا چې د دغو کسانو شمېر ۵۰۰ تنو ته رسیږي او له سیمه ییزې ادارې سره په همغږۍ د افغان ځواکونو د ملاتړ په هدف د پروان په نا امنیه سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

هغې زیاته کړې، دغه ولسي وسله وال د پروان د والي، قومي مشرانو او په ځانګړي ډول د ولسي جرګې له خوا رامنځته شوي دي او مشري یې افغان امنیتي ځواکونه کوي.

په ولسي جرګه کې د پروان ولایت استازي عبدالظاهر سالنګي ویلي، که اړتیا پیدا شوه په دغه ولایت کې به د افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په هدف نور ولسي پاڅونوال هم چمتو او د طالبانو د ځپلو لپاره به بېلابېلو سیمو ته ولېږل شي.

هغه انځورونه چې د پروان ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر له خوا خپره شوې لیدل کیږي چې دغه کسان په سپکو او درندو وسلو سمبال دي.

د ولایتي چارواکو په وینا په دې وروستیو کې د پروان ولایت په شینوارو او سیاه ګرد ولسوالیو کې د طالبانو فعالیتونه زیات شوي چې په خبره یې دغه فعالیتونه د افغان ځواکونو لخوا دفعه شوي دي.

د پروان د والي ویاندې زیاته کړې، ټاکل شوې په نژدې وختونو کې د غور بند درې څلورو ولسوالیو ته تازه دمه مرسته کوونکي سرتیري هم ولېږل شي.

پروان نهه ولسوالۍ لري چې د کوه صافي، شینواري، سیاه ګرد او بګرام او جبل السراج ولسوالیو په ځینو سیمو کې طالبان حضور لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...