شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهچارواکي: وروستی پرمختګ او شا تګ د طالبانو د بریالي کېدو په...

چارواکي: وروستی پرمختګ او شا تګ د طالبانو د بریالي کېدو په مانا نه دی

تاند (یکشنبه د جوزا ۳۰) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه سیمې او یا ولسوالۍ چې طالبان یې د نیولو ادعا کوي د بیرته نیولو پر پلان یې کار روان دی.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې حکومت په نوي جنګي وضعیت کې دی او وروستی پر مختګ او شا تګ د طالبانو د بریالي کېدو په مانا نه دی.

د ښاغلي آرین په خبره د طالبانو تحرکات دفع شوي، په کندهار، هلمند او کندز ولایتونو کې له ماتې سره مخامخ شوي او مرګ ژوبله یې نسبت افغان سرتیرو ته درې برابره زیاته ده.

په بیان کې راغلي چې امنیتي ځواکونه نه پرېږدي د افغانستان د خاورې ځینې برخې تل د وسله والو په کنټرول کې پاتې شي.

آرین زیاته کړې، د هغو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره پلانونه سنجول شوي چې د طالبانو له خوا یې د نیولو ادعا شوې ده: “زموږ امنیتي ځواکونه په تودو سنګرونو کې دي، اجازه نه ورکوي چې د هېواد د جغرافیا ځینې برخې په دایمي ډول له سقوط سره مخامخ شي. هغه ولسوالۍ چې طالبان ادعا کوي د دوی په لاس کې دي، د هغوی د بېرته نیولو او د طالبانو د ځپلو پلان او تدابیر ورته لرو.”

بلې خوا طالبان په تېره یوه میاشت کې د ګڼو ولسوالیو د نیول کېدو ادعا کوي او وايي چې د ولسوالیو د سقوط پر مهال یې د افغان سرتېرو درنې وسلې هم د دوی لاسته ورغلي دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د لوګر د خروار، د بلخ د چاربولک او د تخار د نمک آب ولسوالیو د سقوط راپورونه ورکول شوي دي.

په لوګر کې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې طالبانو د څرخ ولسوالۍ تر نیولو وروسته تېره شپه د خروار ولسوالي هم نیولې ده.

طالبانو بیا ویلي چې د خروار ولسوالي یې کلونه مخکې نیولې وه، خو د افغان ځواکونو یوه قرارګاه یې تېره شپه نیولې ده.

خو د لوګر ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د ملکیانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د خروار ولسوالۍ له مرکزه خپلې پوستې بل ځای ته انتقال کړي دي.

طالبانو همدا راز د بلخ د چاربولک او تخار د نمک آب ولسوالۍ د نیولو خبر هم ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب