شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهننګرهار کې سوداګر د پولیسو له ناسم چلنده په تنګ راغلي

ننګرهار کې سوداګر د پولیسو له ناسم چلنده په تنګ راغلي

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۳۰ ) د ننګرهار ولایت سوداګر په دې ولایت کې د پولیسو له ناسم چلند نه شکایتونه لري.

د دې ولایت د صنایعو او معدن خونې رئیس حاجي تورملنګ او ننګرهار کې د ښځينه سوداګرو د خونې مشرې پلاتون بيدار وايي، تورخم ته  د سبزيجاتو او ميوو د لېږد پرمهال د پولیسو له تالاشۍ نور تنګ دي.

دوی وایي: « کومې لارۍ، چې تر تورخم پورې ځي نو پنځه ځايه تالاشي او توکي په سيخ وهل کېږي، چې بيا په نورو بازارونو کې د سيالۍ وړ نه وي او خپل نرخ نه کوي.»

دوی له اړونده ادارو غوښتنه وکړه، چې دوی ته د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

ننګرهار مېشتو سوداګرو دا شکایتونه نن په دې ولایت کې د صادراتي اموالو اړوند د اسنادو د طی مراحلو لپاره د جوړ شوي مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

مسوولان وایي په دې مرکز شاوخوا ۱۲ ملیونه افغانۍ لګښت راغلی او په جوړېدو سره به یې د سوداګرو ستونزې تر ډېره حل شي.

په ورته وخت کې بیا د سوداګرۍ وزارت مرستيال سليمان بنشاء د دې ولایت پانګوالو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې په مرکز کې اړونده ادارو ته د حل په موخه وړاندې کړي څو حل لار ورته وګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب