Homeخبرونهافغانستان سره د پاکستان مرسته شوې روغتیايي بسته راورسېده

افغانستان سره د پاکستان مرسته شوې روغتیايي بسته راورسېده

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۳۰) افغانستان سره د کورونا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان روغتیايي بسته راورسېده.

د ننګرهار چارواکي وایي، په دې مرسته شوې بسته کې د اکسېجن په ګډون د وېنټلېټور ماشینونه، د اکسیجن بالونونه، بي پاپ او N95 ماسکونه شامل دي.

دا مرسته د پاکستاني چارواکو له لوري په تورخم ښارګوټې کې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست چارواکو ته وسپارل شوه.

د ننګرهار عامې روغتیا ریس نصیر احمد درانی وایې، چې د پاکستان مرسته شوې روغتیايي بسته یې له تسلمیدو وروسته مرکز ته ولېږدوله.

نوموړی وایي، مرسته شوي توکي به  د اړتیا پرمهال د هېواد ولایتونو ته لېږدول کېږي.

کورونا سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان مرسته داسې مهال افغان چارواکو ته سپارل کېږي، چې تازه د عامې روغتیا وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا وبا ۱ زرو ۹۲۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

روغتیايي چارواکي دغه راز وایي، چې په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۹۳ کسان مړه شوي او ۵۲۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

چیرته/ اجمل پسرلی

کیسه/ هیله پسرلی

کښتۍ/ اجمل پسرلی

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...