Homeخبرونهترکیې او ایران؛ افغانستان کې پر اوربند او سیاسي جوړجاړي ټینګار وکړ

ترکیې او ایران؛ افغانستان کې پر اوربند او سیاسي جوړجاړي ټینګار وکړ

تاند (یکشنبه د جوزا ۳۰) د افغانستان، ایران او ترکیې درې اړخیزه ناسته کې افغانستان کې پر بېړني اوربند او د یوه سیاسي جوړجاړي له لارې سولې ته پر رسېدو ټینګار وشو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د ترکیې د بهرنیو چارو مولود چاوش اوغلو برخه لرله، د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.

په اعلامیه کې د حنیف اتمر له قوله راغلي، افغانستان چې د افراطیت له امله د اوږدې جګړې قرباني دی، د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیمه ییزو هېوادونو پرېکنده ملاتړ او همکاریو ته اړتیا لري.

اعلامیه زیاتوي ښاغلي اتمر له له ترکیې وغوښتل چې له نورو ګاونډیو هېوادونو سره یو ځای تلپاتې سولې ته د رسېدو برخه کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

د اعلامیې وروستۍ برخه کې راغلي چې په دې غونډه کې د افغان ستونزې پر سیاسي حل لارې، اوربند، د سولې خبرو پر بریا او په دې برخه کې د سیمه ییزو هېوادونو پر صادقانه همکاریو ټینګار وشو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...