پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+دوې خاطرې/ استاد سعدالدین شپون 

دوې خاطرې/ استاد سعدالدین شپون 

ړه یې رانه اوخکی دی که کاږلی
او
د نوازطایر درفشانۍ

ډاکټر مکښ تماشه سړی دی، تماشه کارونه یې کړي او لایې کوي. اوس اسراییلو کې مهاجر دی. دا یې دوه. اول کار یې دا و چې پخواني باچا ته یې یو تازي سپی ان ایټالیې ته وړی و.

 خو تر هرڅه یې زما د ده خبرې، په تیره پښتو خوښیږي. د خپل نوم د شانزول کیسه کوي چې په کونړ کې د یوه خوشبویه سارایی بوټي نوم دی، خلک یې غونچه یا ډنډر د خونو یا جومات په چت ځړوي، چې وچ شي نو د مشکو بوی کوي، د ده په وینا «غوړاسکې غوړاسکې ډډوزې یې خیژي». د خپل قوم، د ساپیو پورې لګیږي چې «جاهل خلک دی، هر شی اپوټه تلفظ کوي. د استاد رسول امین دفتر کې یې ما ته یو څو مثالونه راکړل:

مکخ یا مکښ= مشک، وایه= ویوه، ناپړیته = ناشپپړه، سړیه یا یره= غوله، زړه= ړه، لویه یا د واده ډله = جاخه، چې مور اولاد ته په غوسه شي: خدای دې مړ که چې مړ شې. کوبر (کبر) دې وکم.(ګویا مور ښیرا کوي چې په زوی کبر کوي، نو خامخا بده ورپیښیږي).

اورېدلي مې دي چې مکښ اوس، چکوسلواکیا کې، پراګ کې دی. پښتو ډرامې او فلم  سیناریو لیکونکي، وکیل په څیره کې دومره  سوله مل ته ورته دی چې بله نه پکې جوړیږی

په خپله هم خواږه داستانونه لیکي چې زما په نظر یو څه د پښتنو له عنعنې، یا د پيښور د پښتنو په وینا، روایتي معاشرې سره فرق لري. ما ورته ولیکل. همداسې مې هم زرین انځور صیب  ته هم یاده کړه. خو هغه زما خپلې لیکنې رایادې کړې چې یو څه آزادې دي. وروسته خبر شوم  چې یوه بل یار ځواب ورکړی و چې «هغه خو لیسنس لري»

دغه «د پوختنو معاشره » مې اول ځل د پرو فیسر نواز طایر نه واورېده چې د پیښور د پوختو اکاډمۍ مشر و. د دې پرو فیسر دوې درفشانۍ، زما په زړه لکه خنجر راخښې دي چې ده ته مې هم ویلي دي.

یوه درفشاني:

زه ستړی ستومانه د اکوړې خټک، د خوشال بابا د زیارت نه پيښور ته راغلم، نیغ اکاډمۍ ته لاړم چې په نوازصیب وژاړم چې د خدای پار دی، د بابا قبر ړنګ بنګ پروت دی. که یې ترمیم وشي. د رحمان بابا د ښکلي زیارت د ماڼۍ، مبارکي مې ورکړه، خواست مې وکړ که د خوشال بابا د قبر دپاره هم بسپنه  ټوله شي. د پښتو اکاډمۍ رییس د ناشتې اډر ورکړ چې په (ټي ثانیه کې) فټافټ  بیره راوړله خو د کوربه دې بلې خبرې راباندې زهر کړه. ویې ویل ،«خوشال له څوک چنده نه ورکوي، ځکه چې د پوختنو د معاشرې  خلاف و.»

په ما اور بل شو نو د ادب پروا مې و نه کړه، ومې ویل، دا ته چا د پښتنو د معاشرې  ټیکه دار کړې؟» هماغسې وږی، ستړی ستومانه ترې راووتم.

بله درفشاني:

په یوه بل محفل کې نواز طایر په ډیر فخر ویل چې «زه واحد پاکستانی یم چې له سرحده  مې اخوا، افغانستان پلو قدم هم نه دی اخیستی ما د خدای بښلی استاد خادم مشهوره ځورلې تکرار کړه،«لعنت د خدای شه په دې توره !»

2 COMMENTS

  1. تر ډیره دی راته ژوندی اوسی شپون صایب په دا خوږو خاطرو ،دومره خوږی او روانی یی لیکی چی سړی یی په لوستلو لاس نیولی درسره داسی ګرځی چی ته به وایی هم هلته درسره وم.

  2. یاره شپون صیب خدای د اوږد عمر در کړی او الله د همداسی زړور لره چی مونږ د د پرو فیسر نواز طایر له در افشانیو نه خبر کړو. تاسو لیکلی دی چی« دی واحد پاکستانی دی او له سرحده یی اخوا افغانستان پلو قدم هم نه دی اخیستی .» خدای د دا ناولی هیڅکله زمونږ پاکی او مقدسی خاوری ته را نه ولی او هملته په چټلستان کی دی پروت وی. او هملته دی « سپیډ کوی چی ټایم پاس کیږی.»
    زما افسوس په دی راځی چی د دی باتور قوم ژبه د داسی تش په نوم پروفیسورانو له لاسه په ورکیدو ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب