یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونلوښی او نګولی/ استاد سعدالدین شپون

لوښی او نګولی/ استاد سعدالدین شپون

د شعر په برخه کې مې د شکل او محتوا توري چې زموږ د عروضو استاد ډیر یادول خوښ نه شول. (یو خو په دوی کې د چین د دیوال هو مره بیلتون ښي.) غضرف او مغضروف هم راته ثقیل ښکاره شو. تر دواړو راته په ساده پښتو، لوښی او نګولی سم برېښي. صحیح خو یو هم نه دي، مګر دا وروستی لږ تر لږه پښتو خو دی، ډیری پرې پوهیږي، او ورسره دا هم ښیي چې نګولی د خوراک شی دی او لوښی یې د چلولو. ښوروا په ژور لوښي او پولاو په هوار کې په دروستو خان ایښودل کیږي.

– من ندانم فاعلاتن فاعلات شعر میګویم بمانند نبات.

زموږ شوپړو(خیشت سترګي) استاد عبدالحق بېتاب به د عروضو، په لاس لیکلی کتاب ترخ کې ګرځاوه.(اصل کې ساپی و ځو ما فقط یو څل پښتو ترې هغه وخت واورېده چې خپل کلیوال بزګر ته یې وویل.«ما درته وویل چې ماسکه پیسې نشته، ته ګوزاره کوه.» چې ما دا کیسه خپلو همصنفیانو ته تېره کړه هغوی نه منله. ویل یې چې په یوې جملې سړی نه پښتون کیږي. هیر به مې نشي چې یوه ټولګیوال. سالم بختیار چې وروسته ولسوال. بیا وکیل شو او ژوندی دی عجیب ځواب ورکړ.« حضرت عمر په یوه کلمه مسمان نه شو؟»

بیتاب صیب په عروض کې دوه ویشت رکنونه تشریح او د هر رکن په مثال کې یې خپل بېخونده شعرونه ورکړل. یو یې دا و:

هرچه هست ازبهر نسان مکتب است           مایه ی فخر فراوان مکتب است.

بیتاب په همدې نظمونو ملک الشعرا هم شو. یوه ورځ مې د استاد رحیم الهام سبک بیتاب ته وروباله. سړی په غوسه شو چې ولې دې لایق خلیلي وباله او زه بیتاب. ما په سپین سترګۍ مثال ورکړ:

الا ای هموطن فردا بود روز شش جوزا
همان روزې که قرباني فبول افتاد بر مولا «الهام»

او د خلیلي مې دا څلوریزه چې ظاهر شاه ته یې په همدې ورځ ستاینه لیکلې:

ګر ګویم عمرت از هزار افزون باد فولیست حطا
ورکویم کاخ دشمنت وارون باد این نیست دعا
امید من آنست که در روز جزا در نزد خدا
نامت بشمار عادلان مقرون باد اینست بجا

اوس دواړه استادان مړه دي، موږهم وردرومو، خو خبره مې د لوښي کوله چې که نګولی خوندور وي، نو دومره فرق نه پریباسي چې لوښی د زرو جام دی که د رحمان بابا خبره، ما غریب لره د خاورو کنډول. دا مې په لوی لاس «ما غریب لره د خاورو کنډول بس دی» و نه لیکل چې د لوښی اهمیت ته هم اشاره وشي. چې روغ دی. کنډو نه دی. مګر په وروستي تحلیل چې د سرکار له مو ټره تیل توی شی نو(که بل لوښی نه وي) لمن ورته نیسه.

دا خبر مې د ځوان لیکوال او محقق، اجمل ښکلي سره هم یاده کړه چې د نمانځنې غونډه يې همدا اونۍ وه.

داسې نه ده چې نګولی مهم دی، لوښی لکه کاغذي قاب د ایسته اچولو. کولال کنډول په مهارت جوړوي، خو د یوه هدف له پاره. زرګر او مسګر هم:

وا یاره زرګره ما ته ډډه اوږۍ جوړه که          شین غمی پرې کېده مرغلرې ترې چا پیره که.

دا هم مهارت غواړي. چې محبوبه یې په غاړه کړي نو خدای دې ترې ساته. زموږ جومات چا خیرمن داسې ګلالی رنګ کړی و چې لربر یې دروږه د طاووس بڼکې یې څه وايي، د محراب دواړو خواوو ته د کلام الله لیکل یې څه وايي.

اصلي هنرمن په اول مثال کې قمرګله د غږ دپاره، زاخیل د باجې یا ارمونیې له درکه. مګر له دواړو مخکې اصلي کریډټ د بدلې د جوړوونکی دی چې د لنډۍ په شان یې نوم نښان ورک دی.

موږ يې نګولی نغرو، لوښی یې ډېران ته اچوو. مګر لوښی هم څیړل غواړي. له همدې کبله د استاد اجمل ښکلي سره غږېدم چې که په ساده ژبه یې را وسپړي. پاړسی عروض د عربو د عروضو عجمي نسخه ده، د تقطیع د پاره یې فاعلاتن ته ورواچوه، مګر پښتو لا هسې بکره پرته ده. څه کرواړې چې استاد رشاد او نورو کړي له پښتو شعر سره اړخ نه لګوي. کوشش شوی چې پیل ته د بیزو جامې ورواغوندي. تقریبا د هرپښتون اروا په لا شعور کې پرې باندې پوهیږي. خو شعوري کولی یې یا نشي یا دوه زړی دی. بس په دې بیا دي جې د لنډۍ اول بند نه. دویم دیارلس سیلابه (خدای خبر چې په زیار نامه یې څه بولي) لري. چې ډیره توره وکړي نو دا ورپورې تړي چې خج یا فشار په څلورم توري دی.

چې استاد ښکلي، یارانو یې او نورو ځوانانو دا کار بشپړ کړ، ایله به یې د پښتو د جمال پلو نیمکښو کړی وي. پټی کرته سورور دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب