تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۸مه』د طالبانو د کډوالو وزارت د د دوی تر واک لاندې رسنیو مرکز کې د یو کلنې لاسته راوړنې د تشریح په پروګرام کې وویل، چې د تېرو درېیو میاشتو په لړ کې له ایرانه په جبري ډول څه کم ۲ میلیونه افغانان را ایستل شوي دي.
د دغه وزارت مسلکي مرستیال، عبدالرحمن راشد پر کوربه هېوادونو نیوکه وکړه چې د کډوالو د کډوالو د را ایستلو دغه ناورین د بشري اصولو او انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف دی.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د طبیعي او غیرطبیعي لاملونو له امله د بې ځایه شویو شمېر بیا په تېر کال کې څه باندې ۱۳ زره یاد کړ چې د ټولټال بې ځایه شویو شمېر ورسره ۲ نیم میلیونو ته رسیږي.
راشد زیاته کړه، چې اوس مهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې شاوخوا ۶ میلیونه افغانان کډوال دي.
له ایرانه د افغان کډوالو د جبري اخراج د پروسې پر دوام تازه ایراني چارواکي وایي، د دغه هېواد تولیدي فابریکې او ښاري بنسټونه د کارګرانو له سخت کمښت سره مخ دي.
د تهران د ښاري شورا غړی ناصر اماني ویلي، چې د افغان کډوالو له ایستلو وروسته د ښاروالۍ د کارګرانو شمېر شاوخوا ۸۰سلنه راکم شوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه وضعیت د ښاروالۍ لپاره ستره ستونزه رامنځته کړې ده.
اماني د بېلګې په ډول ویلي، چې د تهران په یوه مرکزي سیمه کې د کارګرو شمېر له ۱۳۵کسانو اوس ۳۵ته راښکته شوی، چې له دې ډلې یوازې پنځه تنه ایرانیان او پاتې نور بهرنيان او ډېری یې افغان کډوال دي.
IN SHORT TIME WILL BE DIDDICULT FOR AFGHANS BUT IN LONG TIME 1000 % IS GOOD FOR AFGHANS.
PAKISTAN AND IRAN ARE VERY WORSE CUNTRY FOR LIFE.
IN THE WORLD BOOTH ARE VERY BAD FOR LIFE SPECIAL POLICE ARE THIEFT,
AFGHANISTAN IS GOOD FOR LIFE, START LIFE IN VILLAGES/ KEEP COW LAMB GOAT AND CHICKEN.
INJOY YOUR LIFE IN VILLAGES.
THANK YOU