جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهکابل کې د ممیزو د پروسس کارخونه پرانیستل شوه

کابل کې د ممیزو د پروسس کارخونه پرانیستل شوه

تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۸مه』‏په کابل کې د ممیزو د پروسس کارخونه پرانیستل شوه.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي چې، دغه کارخونه چې نن (چهارشنبه) د کابل په استالف ولسوالۍ کې پرانیستل شوه، ۸ میلیونه ډالر پکې پانګونه شوې.

په پام کې ده چې دغه کارخونه په کلني ډول زر ټنه ممیز پروسس کړي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر چې د دې کارخونې په پرانیسته کې ګډون کړی و د کورنیو محصولاتو پر کیفیت او بسته بندۍ ټینګار کړی.

ملابرادر دا چاره د هېواد اعتبار او سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره مهمه بللې ده.

برادر زیاته کړې چې هڅه کوي د لاجوردو دهلیز په بشپړ ډول فعال او له دغې لارې اروپایي بازارونو ته د افغان سوداګرو لاسرسی ممکن کړي.

کارپوهان بیا د دا ډول کارخونو جوړېدل د بې روزګارۍ د مخینوي برخه کې مهم یادوي.

دوی وایي له یوه لوري به داخلي تولید او د انګورو له ضایع کېدو مخنیوی وشي او بل لورته به یو شمېر ځوانان په کار شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب