جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهحامدکرزي د بریتانیا له لوري د فلسطین د رسمیت ملاتړ وکړ

حامدکرزي د بریتانیا له لوري د فلسطین د رسمیت ملاتړ وکړ

تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۸مه』‏د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د برتانیا حکومت له هغې پرېکړې ملاتړ او هرکلی وکړ، چې غواړي فلسطین په رسمیت وپېژني.

کرزي دا یو با ارزښته او پر ځای ګام ګڼلی دی.

نوموړي په ملګرو ملتونو کې د هغه پرېکړه لیک هرکلی هم کړی، چې سعودي عربستان او فرانسې په غزه کې د سملاسي اوربند او د خپلواک فلسیطیني دولت د تشکیل سپارښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر فرانسې وروسته، د برتانیا لومړي وزیر تازه اعلان وکړ، چې د اسراییل له لوري په عملي ډول د ځینو شرطونو د پوره کېدو وروسته به فلسطین په رسمیت وپېژني.

په شرایطو کې اوربند، د جګړې سمدستي پای ته رسول او د سولې پروسې ته ژمن پاتې کېدل شامل دي.

کرزی داسې مهال د بریتانیا د پرېکړې هرکلی کوي، چې تازه د ملګرو ملتونو سرمنشي هم یوځل بیا په غزه کې پر اوربند او د اسراییل او فلسطین ترمنځ پر سولې تینګار کړی دی.

1 COMMENT

  1. ته رڼډۍ خرزیه د بین المللي جاسوسه مرتده د افغان ولس قاتله خپل ځان ورباندي وپیزنه. لکه سي طالب سوډر ته د ښه خوله ورخوږه کړې سي سرې سترګې ګرزې؟ ته خنزیر باید سرو تیلو ته ورواچول سې ددغه ولس غمیزي ټولې ستا له برکته خاینه سوډره 👎😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب