جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهبامیانو کې ترافیکي پېښې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

بامیانو کې ترافیکي پېښې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۸مه』 بامیان ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسؤلان وايي، د دغه ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په باک کوتل سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله یوه ښځه مړه شوې او ۱۴ تنه نور ژوبل شوي دي.

د یادي قومندانۍ ویاند محمد خواني رسا وایي، دغه ترافیکي پېښه پرون (سه شنبه) سهار ۱۰ بجې له سړک څخه د یوه فلانکوچ موټر د اوښتو پر مهال رامنځ ته شوې.

سرچینه د پېښې د رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي یادوي.

د رسا په وینا، ژوبل کسان د درملنې لپاره د دغه ولایت روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې، تېره دوشنبه د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د کابل- کندهار پر لویه لاره هم د بې احتیاطۍ له امله په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۳۱ تنه نور ژوبل شول.

د نظر خاوندان په افغانستان کې د ترافیکي پیښو د زیاتوالي عمده لاملونه د موټرچلونکو ناپوهي، د ترافیکي قوانینو نه مراعت، خراب سړکونه، تخنیکي نیمګړتیاوې، او د نظارت کمزوری سیستم یادوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...