تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۸مه』اندونزیا کې سیلانیان د بیزوګانو یا شادیانو له غلاوو شکایت کوي.
دوی وايي، د بالي ټاپو اړوند اولوواتو عبادت ځای، چې په هندو مذهب پورې اړوند دی د بیزوګانو د ګټې وټې په مرکز بدل شوی دی.
یادې سیمې ته تللي سیلانیان له شادیانو شکایت کوي، چې له دوی یې په چل ځیرک مبایلونه او نور قیمتي توکي غلا کوي، خو په بدل کې ترې بیا خوراکي توکي اخلي.
فاکس نیوز د سیلانیانو له قوله ویلي، اوږدې لکۍ لرونکې شادیانې هره ورځ له ۵ تر ۱۰ مبایلونه غلا کوي.
د شادیانو د برخې څېړونکو فاکس نیوز ته ویلي چې، شادیان دا کار د خوراکي توکو د ترلاسه کولو په موخه کوي او دا یې د توکو د تر لاسه کولو نوی تاکتیک دی.
دغو څېړونکو ویلي، شادیان د هغو توکو په پېژندلو کې ماهره شوي چې قیمت یې لوړ وي.
سیلانیانو شادیان په غلا او چل تورن کړي چې په خبره یې له دوی یې عینکې د پیسو بټوې، نور قیمتي توکي وړي او د خوراکي توکو په بدل کې یې بېرته ورکړي.
دغه معبد چې یوولس پېړۍ پخوانۍ ده اوس پکې شاوخوا ۶۰۰ شادیانې ژوند کوي.