تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۸مه』نیمروز ولایت کې د طالبانو د نورم او سټنډرډ ادارې خبر ورکړی، چې ایران ته یې هغه ۱۵۳ ټانکره تیل بیرته ورګرځولي، چې افغانستان ته واردول.
سرچېنې لیکلي، د ۲۴۰ ټانکره تیلو تر څېړلو وروسته دا جوته شوه چې۱۵۳ ټانکره تیل بې کیفیته او پاتې نور یې په معیار برابر دي.
نیمروز کې د طالبانو والي شیخ محمد قاسم د نفتي توکو له سوداګرو غوښتي، د شخصي ګټو پر ځای دې ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړی.
سرچینې زیاته کړې هیچا ته حق نه ورکوي چې بې کیفیته نفتي توکي وارد کړي.
د طالبانو سیمه ییزو مسئولانو ویلي، د نفتي توکو د کیفیت ارزونې پروسه یې په جدیت سره دوام لري او ټول وارداتي توکي په ښه ډول ارزول کیږي.
طالبان وایي، چې تر دې وړاندې هم د ټیټ کیفیت له کبله سلګونه ټانکره یې کیفیته نفتي توکي بېرته صادرونکو هېوادونو ته ورګرځولي دي.