تاند (چهارشنبه، د زمري/ږ اسد ۷ مه) د خوست اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چې تېره شپه ناوخته یې د خپل ولایت په ځینو سیمو کې په ټیټه ارتفاع جنګي الوتکې د الوت په حال کې لیدلي دي.
د دوی په وینا دا الوتکې د پاکستان وې او اندېښنه یې لرله چې ممکن پر دوی بمباري وکړي خو بې له دې چې په کوم ځای کې بم وغورځويو بېرته د پاکستان په لور روانې شوې.
شاهدانو وویل، لږ تر لږه څلور جنګي الوتکې د شپې شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې د پاکستان له خوا افغانستان ته داخلې شوې او څو ځله یې د خوست د بېلابېلو ولسوالیو په اسمان کې راوګرځېدې. هغوی وویل چې د الوتکو غږ دومره لوړ و، چې خلک یې له خوبه راویښ کړل او ځینې خلک له دې بېرې چې ممکن الوتکې بمباري وکړي، له خپلو کورونو ووتل.
طالب چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
خلکو وویل چې دا لومړی ځل نه دی چې پاکستانۍ الوتکې د افغانستان فضایي حریم ته داخلېږي. تر دې وړاندې هم جنګي الوتکې د خوست او ګاونډیو ولایتونو پر فضا لیدل شوې دي. سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې پخوا هم په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان هوایي بریدونه شوي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ولسي وګړي، وژل شوي او ژوبل شوي دي.
تر ټولو خونړی برید د تېر کال (۲۰۲۴) په وروستۍ میاشت د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ و، چې له امله یې لږ تر لږه ۴۶ کسان ووژل شول. د طالبانو د دفاع وزارت له مخې، وژل شوي کسان د وزیرستان کډوال او افغان ملکیان ول، چې ماشومان هم پکې شامل وو.
یوناما هم د برمل په برید کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله تایید کړه.
افغانستان یی له اشغال څخه خلاص کړ. د امریکی اشغال ښه وه او که د پنجابیانو؟ طالب کونیانو ته صرف خبری رسیدلی چی خلکو ته دروغ او ورسره منافقت وکړی. اوس ټوله دنیا پدی پوهیږی چی طالب مشران د پاکستان غلامان دی او دوی ته کار کوی. مکاتب د پنجابیانو په امر بند شوی تر څو افغانان ټول عمر بیرته پاتې شی، ولس او خلک یی ټول مریضان وی او د تداوی لپاره د پاکستان محتاجه ووسی ـ
بادام ګله ! هغه ده خرزی او عبدالله جان قاتلان سرې سترګې پکې ګرزي. د طالب او اشرار تر منځ توپیر نسته. طالب د مردار سوي اشرار حرامي په شمشتو کې زیږدلی چیچئ ده.له دوی د توري کولو هیله حرامه ده 😔
ولي طالب جان خو وایي ما امریکې ته ماته ورکړه سره له پنځوسو یرغلګرو! نو دغه امریکې غلام تور پنجابی څنګه په طالب جان تاختونه کوي ؟ ای په شرمو شرمیدلو هسي د خولې غمبر وهۍ اورتې مو تر اوسه پنجاب یرغمل کړې سره له تور لینګي زیږیدلو اولادو . تاسي له واکه وروسته څلور نورې اورتې په نکاح کړې. ولهي که توره وکړۍ یا هیواد ودان کړۍ. هغه خبره سي له سپي پاته مړۍ باید ملا ته ورکړه سي. نن ملا د واک په ګدۍ ناست او تورپنجابی د پاسه الوتکې ورباندي راکوزوي. ای الله تعالی مو نور هم زلیله کړه 😡🤲
هغه متل دی ، چې وایی : ابا کور نشته او له ابۍ ډار نشته .
له بلې خوا څوک چې د خپل کلي او وطن زمریان وژني ، ګیدړې او پنجابیان به یې پر بامو او آسمان ګرځي .
په هر حال تشه لاسه ته مې دښمن یې.
پنجابه دا وخت به هم تېر شي ، خو هېر به نه شي .
تورلنګیان د لراوبر پښتانه /افغانان وژني، شکنجه کوي،بندیانوي،تحقیروي سپکاوۍ کوي مګر ګلخانان ورسره شانه به شانه کشمیر فتحه کوي ؛ احمق ګکړ ې کډوال له خپلې ځمکې او داراییو شړي او دار و ندار یی شوکوي؛مردار فوج به خود دلاور کیږي ؛فاسد وزیران یی یو بل پسې بې له ویزې کابل ته راځي نو دا به حال وي؛ د جناب غ.حضرت خبره ملا په خیټه موړ، په ځان جوړ او په خوُټه سوړ!!!ډ ولس څه غمه لري؟؟