جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهګوتريش یوځل بیا په غزه کې پر روان بشري ناورین اندېښنه ښودلې

ګوتريش یوځل بیا په غزه کې پر روان بشري ناورین اندېښنه ښودلې

تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۸مه』‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر خپله اېکس پاڼه یوځل بیا لیکلي، چې غزه په قحطۍ کې راګیره ده.

نوموړي زیاته کړې چې د غزې اوسېدونکي له بې‌ ساري بشري ناورین سره مخ دي.

ګوتريش لیکلي، چې اوسنۍ محدودې مرستې دې بې خنډه پر پراخو مرستو واړول شي څو د غزې اوسېدونکو حیاتي اړتیاوې پوره شي.

نوموړي د سملاسي او دایمي اوربند ټينګښت، د ټولو یرغملو خوشې کېدو او له قید او شرط پرته بشردوستانه مرستو ته د غزې د اوسېدونکو د بشپړ لاسرسي غوښتنه کړې ده.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې له نن سهار راهیسې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا ۶۲فلسطینیان وژل شوي.

د راپورونو له مخې؛ په وژل شویو کې ۱۹ کسان د مرستندویه بنسټونو غړي دي.

د حماس او اسراييلو ترمنځ روانه جګړه کې چې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې پیل شوې، د وژل شوو شمېر پکې څه باندې ۵۹ زره ۹ سوو ته لوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب