د رباب ټنګ سره د ځوان خواږه اواز عجبه موسيقي جوړوله، په اصطلاح بيل کيف يي کاوه. د ديرې(مجلس) ناست مخلوق له وړاندې خمار پراته ول. په مړو سترګې يي ځوان ته کتل چې په شعري لهجې يي د دوی د زړونو خبرې کولې.
د خلکو مخې ته د چايو پيالې ډکې وې، د چايو تپ د کړکيو شيشې خړي کړې وې، خو چا ترې غړپ نه و کړی، ته وا لکه سویان په ويښو سترګو ويده وي. غزل د مکالمې او محاورې رنګ درلود، يو چا له بل چا د سيند تر غاړې څو پوښتنې کړې وې او بل چا ورته په خواږه انداز په لنډ شکل جواب ويلی وو. غزل د يوې شاعرې و چې يوې په سپينې کتابچې کې د سندرغاړي مخې ته پروت وو.
د غزل وروستيو بيتونو د ناکامي مينې پای ته اشاره کوله، دا دومره درانه ول چې خپله هنرمند يي نشه کړ. پام يي بله شو او ګوتې يي د رباب له نرې تار سره ولګيدې، له سترګو يي اوښکې راوانې وې، مُسکی وو.
يوه مشر په بيړې دسمال راويست ولې ځوان د نا اشاره وکړه او پوی يې کړ چې سندره په خلاصيدو ده. غزل خلاص شو، د وينو څاڅکو د ځوان کالي او لمن داغ کړي ول، ځوانان يي له خماره ويښ کړل او د ځينو له سترګو يي اوښکي وبهولې.
پر سبا يي د هماغه سيند په غاړې بيا ځل له هماغه شخص سره وليدل، شاعرې ترې وپوښتل زما غزل دي زمزمه کاوه؟
سړي په مُسکا کړل، هو.
له ناز سره يي وپوښتل؛ زما د غزل حق دې ادا کړ؟
ځوان په وینو لړلی دسمال له جيبه ويست او له ګوتو يي پټۍ لري کړه، په مُسکا يي و ويل؛
فقط دومره حق مو ادا کړی؛ غزل غوښتل ومې وژني خو ستا په خاطر مې اجازه ورنکړه.
ما وبخښه!
ستا سندرغاړی