جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+آیا نړیواله اقتصادي جګړه پيل شوې؟ | سیدخان

آیا نړیواله اقتصادي جګړه پيل شوې؟ | سیدخان

په مجموع کې جګړې په دوه ډوله ویشلای شوو چې یو يې سخته او بله يې نرمه جګړه ده چې بیا دا دواړه ډېرې برخې او نومونه لري.

اقتصادي جګړه چې د نرمو جګړو په کتار راځي خو تخریبات او زیانونه يې د سختې جګړې په پرتله څو چنده زیات او دوام يې د سختې جګړې لامل هم کېدای شي.

اقتصادي سیالۍ، اړی ګړی او مناقشې د بشر په تاریخ کې ډېره اوږده مخینه لري او که په نړۍ کې د هرې سختې یا ګرمې جګړې تاریخ وسپړل شي نو یا به عقیدوي او یا اقتصادي لامل لري.

د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته متحدو او متفقو هېوادونو په نړۍ کې د سختو یا ګرمو جګړو د پېښېدو د مخنیوي په موخه د ملګرو ملتونو سازمان پر جوړېدو موافقه وکړه چې دغه سازمان بیا تر خپل چتر لاندې په بېلا بېلو برخو کې خپلې څانګې جوړې کړې چې یوه څانګه يې هم د تجارت نړیوال سازمان دی او دنده يې تر ډېره د نړۍ تجارتي مسایل په برکې نیسي.

یونیسکو هم د ملګرو متلونو یو بل مهم تخصصي سازمان دی چې په ۱۹۴۵ میلادي کال کې تاسیس شوی او اصلي هدف يې په تعليمي، فرهنګي او ارتباطاتو په برخو کې د نړیوالې همکارۍ له لارې نړیواله سولې او امنیت ارتقا ده.

که څه هم اعلان شوې ګرمه یا سخته نړیواله جګړه شتون نه لري، خو په حقیقت کې په دې وروستیو کلونو کې نړیوال وضعیت ډېر نازک برېښي او ځینې هېوادونه خو سوکه سوکه د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان رول ته هم چندان اهمیت نه ورکوي او آن د دغه سازمان تر چتر لاندې له یو شمېر سازمانونو څخه سوکه سوکه د وتلو په حال کې دي.

ښه بېلګه يې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د کلتوري، علمي او تعلیمي سازمان یا یونیسکو څخه د امریکا متحده ایالاتو وتل دي.

که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې امریکا د ملګرو ملتونو له یوه مهم سازمان څخه د وتلو پرېکړه کوي، بلکې له دې مخکې يې هم څو ځله له یاد سازمان او دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان، د جرمونو نړیوالې محکمې او … نړیوالو سازمانونو څخه وتل اعلان کړي دي.

امکان نه لري چې امریکا دې په دې پوه نه وي چې په دې اقداماتو د ملګرو ملتونو رول کمزوری کوي او په نړۍ کې ګډوډي زیاتېږي، بلکې دغه هېواد ته تر هرڅه لومړی امریکا مهمه ده او دا يې ښکاره شعار هم دی.

ظاهرا سړی داسې فکر وکړي چې ټرمپ یو سرتمبه او خپل سری سړی دی او هرڅه په ناڅاپي ډول ترسره کوي، خو که د موضوع باطن ته فکر وشي نو دې نتیجې ته رسېږي چې د دومره لویو پرېکړو کول چې ان نړیوال نظم ګواښي، نه د ټرمپ په وس کې ده او نه دا منطقي ده، بلکې څه چې ټرمپ کوي په حقیقت کې همدا د امریکا پالیسي ده او دوی ته خپلې ګټې تر ټولې نړۍ هم مهمې دي او که ګټې يې ایجاب کړي نو امریکا به ان د ملګرو ملتونو له سازمانه هم ووځي.

دا سړی چې یوه ورځ یوه پالیسي غوره کړي او بله ورځ بله، یوه ورځ د ټولې نړۍ پر محصولاتو تعرفې لوړې کړي، بله ورځ یو هېواد پر بندیزونو وګواښي، بله ورځ بل پر نظامي اقدام وګواښي، بله ورځ بېرته له خپلې خبرې تېر شي، یوه ورځ د غزې د پېرلو خبره وکړي او بله ورځ د ګرینلنډ او پاناما کانال غصب خبره کوي، زما ګمان دا دی چې دا کاملا نورمال سړی دی خو د امریکا پالیسي همداسې څو مخې او پېچلې ده چې د خپلو ګټو لپاره هرڅه کوي.
که خبره را لنډه کړو نو پورته مواردو ته په پام سره ویلای شو چې نړۍ همدا اوس له یوې پېچلې اقتصادي جګړې سره مخ ده.

امریکا په دې برخه کې له ډېر پخوا راهیسې په نرمه او پټه خوله لګیا ده او کار کوي، کله د خپلو اروپايي دوستانو پر اوږو سپره شي او کله په اسیا کې د ځینو هېوادونو د نفتو او تیلو پیسو ته سترګې نیسي او د خپلو وسلو لپاره د بازار پيدا کولو په موخه واړه هېوادونه په خپلو کې په جنګ اچوي چې اوس نور هغه د چا خبره چاړه هډوکي ته ورسېده، امریکا په افغانستان او منځني ختیځ کې په نظامي میدان کې ناکامه شوه، د وسلو خرڅلاو لپاره يې د اوکراین او غزې جګړه پيل کړه.

دوی په دې هم بسنه ونه کړه او د پيسو ګټلو لپاره يې د تعرفو جګړې ته مخه کړې او جالبه يې دا ده چې ځینو هېوادونو ته يې شرایط وضع کړي چې که د امریکا شرایط ومني نو تعرفې به ورباندې نرمې کړي.

نو نړۍوال له دې وضعیته د خلاصون لپاره یوازې یوه لار لري او هغه دا چې ټوله نړۍ په تېره بیا اسیايي هېوادونه سره متحد شي او نور د امریکا د غلامۍ غړوندۍ وشلوي او له خپلو منابعو په استفادې سره دې یو مستقل اقتصادي بلاک ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب