تاند – له نن څخه 6 کاله پخوا د ۲۰۲۴ د اسد/ زمري په ۱۰ مه (د ۲۰۲۰ د جولای په ۳۱ مه) د افغانستان نامتو شاعر او لیکوال سلیمان لایق د ۹۰ کلونو په عمر وفات شو.
د سلیمان لایق اصلي نوم غلام مجدد دی. په ۱۳۰۹ لمریز کال د پکتیکا ولایت په ښرنه کې زېږېدلی. پلار یې یو مذهبي او د مجددي حضرتانو خلیفه و او له همدې کبله یې پر خپل زوی (سلیمان لایق) غلام مجدد نوم ایښی و.
دی پنځه کلن و چې پلار کابل ته راوست او په ۱۳۱۹ کې یې له دوهم ټولګي څخه په حبیبیه لېسه کې زده کړې پیل کړې. په ۱۳۲۶ لمریز کال د پغمان په دیني مدسه کې شامل شو او په ۱۳۳۱ کې ورڅخه فارغ شو.
سلیمان لایق د لوړو زده کړو لپاره لومړی شرعیاتو پوهنځی شروع کړ خو ژر یې پرېښود او ادبیات یې ولوستل. دی په ۱۳۳۶ لمریز کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي فارغ شو.
د لایق مهم اثار:
چونغر، د اباسین سپېدې، کیږدۍ، کیسې او افسانې.
د ګرانو لوستونکو څخه بخښنه غواړم دا چی د څو ساعتونو په اوږدو کی ئی سترګی زما پر کاږه واږه نوم موښلی یا نُښلی.
یو لنډ تمثیل:
زموږ د وروستنی سلو کلونو سیاسی – اجتماعی – فرهنګی وضعیت یو بډای او حیرانوونکی موزیم ته ورته دی. ددی موزیم خصوصیت دا دی چی تماشاچی او ننداری ئی اجازه نلری چی د موزیم د یوی یا هری برخی د د وضعیت او ماهیت په هکله په لوړ آواز وغیږی ځکه نور مراجعین ور ته ګوته پر پټو شونډانو نیسی ( خوله دی پټه ونیسه، څه مه وایه او چی وائی ئی هغه څه وایه کوم چی زموږ پر سلیقه او ذائقه برابر وی ).
د کنداریانو خبره ” هوښیار سړی قربان شم”.