Homeخبرونهد کوټې ښار ته نژدې د سکرو په یوه کان کې د...

د کوټې ښار ته نژدې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۱۸ کان‌کیندونکي مړه شوي

تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۸ مه) د بلوچستان ایالن د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (PDMA) ویلي، د کوټې ښار ته نژدې د سکرو په یوه کان کې د

ګازو د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۸ تنه مړه شوي دي.

پاکستاني رسنیو تېره شپه ناوخته د بلوچستان ایالن د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د مسوولانو په قول وویل، له چاودنې وروسته د ۷ کان‌کیندونکو مړي هم له کان څخه ایستل شوي او د پاتې کسانو د موندلو هڅې لا هم روانې دي.

د ادارې په وینا، د سورینج سیمې د سکرو په کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله ۴۲ کان‌کیندونکي بند پاتې شوي وو.

د کان مالک ویلي، د چاودنې پر مهال په کان کې ۴۲ کارګران موجود وو او پېښه د میتان ګاز د چاودنې له امله شوې ده.

د بلوچستان اعلی وزیر د پېښې راپور غوښتی او ویلي یې دي، که د چا د غفلت یا بې‌احتیاطۍ ثبوت وموندل شي، د مسوولو کسانو پر ضد به قانوني اقدام وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...