تاند (پنجشنبه د اسد/زمري ۸مه) د ارجنټاین مشهور ستوری، لیونل مسي، د نړیوال جام په پایلوبه کې د اسپانیا پر وړاندې د خپلې لوبډلې له ماتې لس ورځې وروسته د انټر میامي تمریناتو ته را وګرځېد.
ارجنټاین د نړیوال جام په پایلوبه کې له اسپانیا څخه د ۱-۰ په پایله ماتې وخوړه.
مسي، چې د خپل هېواد لپاره یې د نړیوال جام په شپږم پړاو کې ګډون کړی و، د سیالیو پر مهال یې د ۸ ګولونو او ۴ ګولپاسونو په ثبتولو سره ښه لوبه وکړه، خو ونه توانېد چې خپلې لوبډلې ته درېیم پرلهپسې نړیواله اتلولي ورپه برخه کړي.
مسي د نړیوال جام له وقفې وروسته د انټر میامي لومړۍ دوه لوبې له لاسه ورکړې، خو لوبډلې یې دواړه سیالۍ وګټلې او د پرلهپسې بریاوو شمېر یې شپږو ته ورساوه.
تر اوسه څرګنده نه ده چې نوموړی به د شنبې په ورځ د کولمبوس کرو پر وړاندې په لوبه کې ګډون وکړي که نه.
له پایلوبې وروسته د مسي د تقاعد په اړه اوازې خپرې شوې، خو تمریناتو ته یې بېرته ستنېدل ښيي چې دغه ۳۹ کلن ستوری لا هم د فوټبال پرېښودو نیت نه لري.
مسي ۸ ځله د سرو زرو د توپ ګټونکی شوی او لا هم د نړۍ له اغېزناکو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي.