تاند (پنجشنبه، د زمري ۸ مه) – د ویسټ انډیز پر وړاندې د لومړۍ ټیسټ لوبې په لړ کې د نړیوال کرکټ شورا (ICC) د اصولو د سرغړونې له امله د پاکستان چټک توپاچوونکی خرم شهزاد د لوبې د فیس ۱۵ سلنه جریمه شوی او محمد عباس ته رسمي خبرداری ورکړل شوی دی.
د ICC په وینا، دواړو لوبغاړو د چلند د اصولو د لومړۍ کچې سرغړونه کړې، چې له امله یې هر یوه ته یو یو ډیمېریټ پواینټ هم ورکړل شوی دی.
خرم شهزاد د ویسټ انډیز د توپوهونکي شي هوپ تر سوځولو وروسته له حده زیاتې ټوپکې وهلې وې، او محمد عباس د جومیل واریکن تر سوځېدو وروسته هغه ته په ناسم ډول نژدې شوی و.
د یادونې ده چې ویسټ انډیز په لومړۍ ټیسټ لوبه کې پاکستان ته د ۹۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه. پاکستان د ۲۱۱ منډو د هدف په تعقیب په دوهمه پاڼۍ کې یوازې ۱۲۰ منډې وکړې.