تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۸ مه) د واټساپ مالک شرکت میټا د هغو کاروونکو لپاره چې د واټساپ ویب نسخه کاروي، یو مهم او رسمي نوی فیچر معرفي کړی دی. له دې وروسته به کاروونکي وکولای شي د واټساپ په ویب نسخه کې هم غږیز او ویډیويي اړیکې ونیسي.
نوي فیچرونه، د سکرین شریکول او د زنګونو ټب
د دې نوې زیاتونې له مخې، په واټساپ ویب کې یوازې د زنګونو اسانتیا نه، بلکې ګڼ نور پرمختللي فیچرونه هم ور زیات شوي دي.
- د زنګونو ټب (Calls Tab): په ویب نسخه کې یو نوی «کالز ټب» اضافه شوی، چې کاروونکي به پکې د خپلو ټولو زنګونو تاریخچه وګوري او خپلو مهمو اړیکو ته به په چټکۍ لاسرسی ولري.
- د سکرین شریکول او غبرګونونه: د غږیزو او ویډیويي زنګونو پر مهال به کاروونکي وکولای شي خپل سکرین شریک کړي او د ریاکشنونو (غبرګونونو) له لارې هم اړیکه ونیسي.
- د لوړ کیفیت (HD) ویډیو: میټا وایي، د ویډیويي زنګ له پیل سره به کاروونکي د لوړ کیفیت (HD) ویډیو څخه ګټه واخلي.
روښانه غږ او د شور کمولو ټکنالوژي
د کاروونکو د تجربې د ښه کولو لپاره، واټساپ د شور کمولو (Noise Suppression) ټکنالوژي هم ور زیاته کړې ده، چې د زنګ پر مهال به د چاپېریال غیرضروري او شاته غږونه په اوتومات ډول کم کړي او غږ به لا روښانه کړي.
د وسیلو ترمنځ د زنګ لېږد او بشپړ امنیت
د میټا په وینا، د واټساپ ویب له لارې ټول غږیز او ویډیويي زنګونه به د End-to-End Encryption یا له پای څخه تر پای پورې کوډلرونکی امنیت ولري، چې د کاروونکو محرمیت خوندي ساتي.
سربېره پر دې:
- د زنګونو لپاره به د وخت هېڅ محدودیت نه وي.
- کاروونکي به وکولای شي روان زنګ له موبایل اپلېکېشن څخه واټساپ ویب یا ډیسک ټاپ اپلېکېشن ته، او برعکس، پرته له ځنډه انتقال کړي.
میټا ویلي چې د دغو نویو فیچرونو وړاندې کول پیل شوي او په تدریجي ډول به د نړۍ ټولو کاروونکو ته ورسېږي.