Homeخبرونهپاکستان د ۱۶ زره افغانانو د استوګنې موده وغځوله

پاکستان د ۱۶ زره افغانانو د استوګنې موده وغځوله

تاند (پنجشنبه، د زمري ۸ مه) – پاکستان اعلان وکړ چې د بشري دلایلو پر بنسټ یې د شاوخوا ۱۶ زره افغانانو، چې ډېری یې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري دي، د استوګنې موده غځولې ده.

د پاکستان ابزرور ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د اوونیزې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، تر اوسه هېڅ هغه افغان چې معتبره ویزه یا قانوني سفري اسناد ولري، له پاکستانه نه دی ایستل شوی.

هغه زیاته کړه چې د بیا مېشتېدو د کډوالۍ چوکاټ (Immigration Framework for Relocation Programme – IFRP) له مخې، د شاوخوا ۸۹ زره افغانانو دوسیې لا هم تر ارزونې لاندې دي.

اندرابي وویل، حکومت د بشري ملاحظاتو له مخې د کابو ۱۶ زره افغان ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو د استوګنې د مودې غځولو پرېکړه کړې ده.

هغه د چترال پولې ته نژدې د یوې پېښې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه کره معلومات نه لري، او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان له لوري خپاره شوي راپورونه باید لومړی په ساحه کې تایید شي، ځکه د ناتأیید شویو ادعاوو په اړه څرګندونې مناسبې نه دي.

په یاده سیمه کې دوې پېښې شوي. لومړی د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو د یوې وسله والې مخالفې ډلې غړي، له چترال څخه د بدخشان د زیباک ولسوالي ته د نفوذ کولو هڅه وکړه چې د طالبانو په وینا دوی وځپل او بېرته چترال ته وتښتېدل، ورپسې د افغانستان د هوايي ځواک بې پېلوټه الوتکو هغه مرکزونه بمباري کړل چې د طالبانو د وسله والو مخالفانو لپاره پاکستان جوړ کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې...