Homeخبرونهنوې ګومارنې؛ د حکومت مشرتابه په دولتي ادارو کې نوې ګومارنې کړي

نوې ګومارنې؛ د حکومت مشرتابه په دولتي ادارو کې نوې ګومارنې کړي

تاند ( پنجشنبه د زمري ـ اسد ۸مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مشر د فرمان پر بنسټ، په یو شمېر دولتي ادارو کې نوې ګومارنې شوې دي.

د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد د خبرپاڼې له مخې، په دغو ټاکنو کې د کندهار زون د نظامي محکمې پخوانی رئیس، محمد ګل صیاد، د سترې محکمې د نظامي مرستیال په توګه او د سترې محکمې پخوانی نظامي مرستیال، سردار محمد ابوالفیضان، د مرکزي دارالافتاء د عمومي رئیس په توګه ټاکل شوي دي.

همداراز، د مرکزي دارالافتاء پخوانی رئیس، خیرجان خیرخواه، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت د نظامي معین په توګه ګومارل شوی دی.

خبرپانه کې راغلي چې، نعمت‌الله حسن، چې د ښاروالیو چارو د تنظیم عمومي ریاست پخوانی تخنیکي او مسلکي مرستیال و، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه او محمد اسحاق صاحب‌زاده، د عامه کارونو وزارت د اوسپنې پټلۍ پخوانی معین، د کانونو وزارت د مالي او اداري معین په توګه ټاکل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...