Homeخبرونهتازه درجه بندي؛ راشدخان او عظمت الله عمرزي بیا د نړۍ په...

تازه درجه بندي؛ راشدخان او عظمت الله عمرزي بیا د نړۍ په کچه لومړي مقامونه خپل کړل

تاند ( پنجشنبه د زمري ـ اسد ۸مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو یو ځل بیا په نړیواله کچه د پام وړ مقامونه خپل کړي دي.

د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) په تازه خپره شوې درجه بندۍ کې افغان لوبغاړو په بېلابېلو برخو کې خپل لوړ ځایونه ساتلي او د افغانستان د کرکټ نوم یې یو ځل بیا د نړۍ په کچه مطرح کړی دی.

د افغانستان د شل اووریزو او یو ورځنیو لوبو مخکښ توپ‌اچوونکی راشدخان د دواړو فارمټونو د بالرانو په درجه بندۍ کې د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی.

کرکټ پوهان وایي، د هغه دوامداره غوره فعالیت، تجربه او د مهمو سیالیو پر مهال اغېزناک توپ‌اچونه هغه لا هم د نړۍ له مخکښو بالرانو څخه ګرځوي.

بل‌خوا، عظمت الله عمرزي هم د الرونډرانو په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

کرکټ پوهان په دې باور دي چې دا لاسته‌راوړنه د افغانستان لپاره ځکه مهمه ده چې عمرزي په وروستیو سیالیو کې د توپ‌وهنې او توپ‌اچونې دواړو برخو کې د پام وړ وړتیا ښودلې ده.

دغه راز د افغانستان تجربه‌کار الراونډر محمد نبي هم د الرونډرانو په نړیواله درجه‌بندۍ کې درېیم مقام خپل کړی دی.

په ورته مهال، د افغانستان ځوان او تکړه توپ‌وهونکی ابراهیم ځدراڼ د یو ورځنیو لوبو د توپ‌وهونکو په نړیواله درجه بندۍ کې پنځم مقام ته رسېدلی دی.

د نظر خاوندان وایي، د هغه دا مقام ښيي چې افغانستان یوازې په توپ‌اچونه کې نه، بلکې د توپ‌وهنې په برخه کې هم د نړۍ له پیاوړو لوبډلو سره د سیالۍ وړ لوبغاړي لري.

د کرکټ د برخې افغان شنونکي وایي، د افغان لوبغاړو دا نړیوال مقامونه یوازې د څو لوبغاړو شخصي بریا نه ده، بلکې د افغانستان د کرکټ د ودې او نړیوال اعتبار څرګندونه هم کوي.

دوی وایي راشدخان، عظمت الله عمرزي، محمد نبي او ابراهیم ځدراڼ هر یو په خپله برخه کې د افغانستان د کرکټ استازیتوب کوي او د نړۍ په تر ټولو معتبره درجه بندۍ کې د هغوی حضور د افغان مینه‌والو لپاره د ویاړ خبره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...