Homeخبرونهپه افغانستان کې د نادرې چرمښکۍ بېلکه په پښتونخوا کې وموندل شوه؛...

په افغانستان کې د نادرې چرمښکۍ بېلکه په پښتونخوا کې وموندل شوه؛ د ۵۰ کلن علمي راز پرده پورته شوه

تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۸ مه) پاکستاني رسنۍ وايي، د جرمني او سلواکیا د څېړونکو یوې نړیوالې ډلې د خیبر پښتونخوا د کوز دیر په غرنیو سیمو کې د وښو یوه نادره چرمښکۍ (Skink) موندلې، چې له نیمې پېړۍ راهیسې یې علمي راز ناڅرګند پاتې و.

د دې څېړنیزې ډلې په غړو کې د پاکستان د طبیعي تاریخ موزیم څېړونکی ډاکټر رفعت مسرور هم شامل و، چې د دې نادر ژوي (خزنده) په پېژندنه کې یې مهم رول لوبولی دی.

د دې چرمښکۍ کیسه په ۱۹۷۲ کال کې پیل شوه، کله چې جرمني څېړونکي کلاس ناومان د افغانستان په ختیځو غرنیو درو کې یوه کوچنۍ دارې دارې (پټه لرونکې) چرمښکۍ وموندله. دغه نمونه جرمني ته ولېږدول شوه او تر څه باندې ۵۰ کلونو پورې همدا یوازینۍ پېژندل شوې بېلګه وه، چې د هغې د اصل او تکاملي تاریخ په اړه یې ساینسپوهان حیران کړي وو.

د نوې علمي څېړنې له مخې، په افغانستان او کوز دیر کې موندل شوې چرمښکۍ د Heremites په جنس کې یو جلا او خپلواک ډول دی.

څېړونکو دې نوي ډول ته د Heremites afghanicus علمي نوم وړاندیز کړی او په انګلیسي کې یې د Afghan Grass Skink یا Dir Grass Skink نومونه وړاندیز شوي دي.

څېړنه وايي، دا چرمښکۍ له خپلو نژدې خپلوانو څخه څه باندې ۷۰۰ کیلومتره لرې موندل شوې، چې د هندوکش غرونو او پراخو دښتو له امله یې د تکامل ځانګړې لاره خپله کړې ده.

د لسیزو لپاره ساینسپوهان نه پوهېدل چې ایا د افغانستان هغه یوازینۍ بېلګه تېروتنه وه، که  بل ډول چرمښکۍ، او یا د یوې لرغونې تکاملي کرښې وروستۍ پاتې شونې.

څېړونکو ویلي، د دې چرمښکۍ ظاهري بڼه د ایران له ورته چرمښکیو سره ډېره ورته ده، له همدې امله یې اصلي هویت پټ پاتې شوی و.

د څېړنې مشرانو، ډاکټر ډانیل یابلونسکي او ډاکټر رفعت مسرور وویل:

«دې چرمښکیو په لسیزو ځانونه له خلکو پټ کړي وو. په ظاهري بڼه د ایران له ورته چرمښکیو تسره ورته ښکاري، خو د DNA پرمختللو ازموینو او دقیقو بڼیزو څېړنو وښودله چې دا په بشپړ ډول جلا تکاملي ډول دی.»

څېړونکو د څو جیني DNA پرمختللې ازموینې ترسره کړې او وموندله چې د افغانستان او کوز دیر دا چرمښکۍ له نورو ډولونو څخه په جنیټیکي توګه بېله او خپلواکه ده.

د څېړنې له مخې، د دې نادرې چرمښکۍ استوګنځای کوز دیر او د افغانستان د ننګرهار تر سیمو غځېدلی، نو د دې ډول د اوږدمهاله ساتنې لپاره به د دواړو هېوادونو ګډې چاپېریالي همکارۍ، د علمي معلوماتو شریکول او د استوګنځایونو ګډه ساتنه اړینه وي. څېړونکو حتی د افغانستان او پښتونخوا ترمنځ د ګډې خوندي ایکولوژیکي سیمې (Cross-Border Ecological Sanctuary) د جوړولو وړاندیز هم کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...