دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeټولنیزتخیل او عواطف| ژباړه: سيلۍ وردک

تخیل او عواطف| ژباړه: سيلۍ وردک

 په ځوانانو کې تر حده زياد تخيل عواطف رامنځته کوي، خو ځینې وخت بیا دا خيالونه د ځينو لاملونو له کبله منفي خواو ته ځي. موږ په پاملرنې سره کولای شو د دغو خيالونو څخه د زده کړې او د استعدادونو د راپارولو لپاره گټه واخلو.

خيال او تخيل د نویو تخلیقنو رامنځته کولو ته يوه ښه لاره ده، خو په خیال کې زیاتوالی (افراط) ځوان ته زیان رسوي.

کله چې يو ځوان په واقعي نړۍ کې له ډېرو ماتو سره مخ شي، د نورو له خوا پاملرنه ورته ونه شي او په پرله پسې توگه په ستونزو کې ښکېل شي؛ نو له همدې کبله ورو ورو د خيالونو خواو ته ځي.

د ځوانانو د کړنلارو د بدلون لپاره څه باید وشي؟

دوستانه خبرې اترې:

له ځوان سره د هغه د ژوند او هغو پېښو په باب چې دی ورسره مخامخ شوی، بايد خبرې اترې وشي؛ له ځوانه بايد وپوښتل شي چې د دغو پېښو پر وړاندې څه نظر لري او دغو پيښو دده په ژوند او فکر کومې اغېزې درلودلې دي.

د استعدادونو کشف يا موندنه: د ځوان د استعدادونو او وړتياو پلټنه کولای شي ځوان ته دا لاره هواره کړي تر څو خپلې وړتياوې او استعدادونه ډېر کړي، د خپل ځان او ژوند پر وړاندې باور پيدا کړي.

له مهمو ټکو څخه یوه یې دا ده چې د ځوانانو لېوالتیا له تحصيلي او درسي فعاليتونو سره ډېره کړای شي. د ځوانانو د کمزورو ټکو له لېرې کولو او پر ځای یې د درسي ټکو د پیاوړي کولو سره کولای شو دوی ته پر ځان باوري ور زده کړو او د منفي خيالونو مخ نیوی یې وکړو.

د کورنۍ ښاد چاپېريال:

له ځوان سره دوستانه اړیکې، خبرې اترې، سالمه تفريح، همدارنگه دوی ته د هغوی د خوښې د مسووليتونو ورسپارل، ډېر گټور تمامېدای شي؛ ځوان د ټولنې څخه د لېرې کېدو او منفې فکرونو له خطره هم ژغورل کېږي.

د کورنۍ زياته تمه: له ځوانه تر حده زياته تمه درلودل هم ځوان خيالي نړۍ ته بيايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب