چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد مس عينک کان تاريخي اثارو ته موزيم جوړيږي

د مس عينک کان تاريخي اثارو ته موزيم جوړيږي

تاند: ( شنبه، د سرطان درېیمه) د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستيال وايي، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مس عينک پروژې د لرغونو او تاريخي آثارو انتقال او استحکام ته ژمن دي او غواړي د يوې طرحې له مخې د قراردادي شرکت پر وړاندې خنډونه لرې کړي.

مولوي عتیق الله عزیزي وايي، چې د مس عينک پروژه د افغانستان او چين لپاره اقتصادي او تاريخي ارزښت لري او غواړو، چې ژر تر ژره يې عملي چارې پيل شي.

دی زياتوي، چې د مس عينک د کان په سيمه کې به د تاريخي اثارو لپاره يو موزيم جوړ کړی او هغه تاريخي اثار چې وضيعت يې ښه دي، ياد موزيم ته به انتقال شي.

دغه طالب مقام په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره بیا- بیا د مسن عینک پروژې د ژر پيل خبر ورکړل شوی، خو تراوسه د دغه پیل د عملي چارو په اړه څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب