تاند: ( شنبه، د سرطان درېیمه) واشنګټن ته د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د سفر پر مهال د امریکا او هند مشرانو د افغانستان د وضعیت په اړه د “نږدې مشورو” پر دوام ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستي پرېکړه لیک ته غاړه کېږدي.
د دواړو مشرانو د ګډې اعلامیې په یوه برخه کې له طالب مشرانو غوښتل شوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۹۳ پرېکړه لیک ته غاړه کېږدي: “د افغانستان خاوره باید هېڅکله د کوم هېواد د ګواښلو یا برید، ترهګرو ته د پناه ورکولو یا روزلو، د تروریستي بریدونو د پلان یا تمویل لپاره ونه کارول شي.”
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټې په نوي راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د حکومت او القاعده شبکې او “تحریک طالبان پاکستان” (TTP) تر منځ اړیکې “پیاوړې او یو بل سره تړلي” دي او دا چې د طالبانو د حکومت لاندې دي. یو شمیر ترهګرې ډلې د چلولو ډیره ازادي لري” او حکومت طالبان “له دې څخه ښه ګټه پورته کوي”.
د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امریکايي او هندي مشرانو په افغانستان کې د یوه ټول شموله سیاسي جوړښت پر رامنځته کولو ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو خلکو بشري حقونو او د حرکت ازادۍ ته درناوی وکړي.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د سه شنبې په ورځ په یوه درې ورځني رسمي سفر واشنګټن ته ولاړ او د سپینې ماڼۍ له خوا پرون په یوه خپره شوې اعلامیه کې یې هند د امریکا “په نړۍ کې تر ټولو نږدې ملګری” وباله.