چهارشنبه, اکتوبر 23, 2024
Home+آمِر، امر، امير | زهیر سپېڅلی‎

آمِر، امر، امير | زهیر سپېڅلی‎

آمِر: مشر،  امر کوونکی، د يوې ادارې مشر.
«آمِر د هغه رسمي شخص څخه عبارت دی، چې د قانون په واسطه ورته په اداره کې د څار، کنټرول او ارزيابۍ يا په بله بڼه د کارکوونکو څخه ورته د څه کولو او یا نه کولو د پوښتنې حق ورکړل شوی وي.» د عريضه ليکنې لارښود/زاهدالله احمد
امر: حکم، فرمان، په ګرامر کې د فعل هغه بڼه ده چې د يو کار په اجرا کولو د حکم مانا افاده کوي.
امير: مشر، مالدار، سردار، شتمن، مالک…
مثالونه:
د پښتو ډيپارټمنت آمر نن راغی.
مامورين د خپل آمر  هر اداري امر مني.
امير محمد د لسم ټولګي زدکوونکی دی.
امير، د آمر،  امر واخيست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب