چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد طالب ویاند ادعا؛ پوهنې ته لاسرسی ۳۰ سلنه و، ۱۰۰ سلنه...

د طالب ویاند ادعا؛ پوهنې ته لاسرسی ۳۰ سلنه و، ۱۰۰ سلنه کړی مو دی

تاند: ( شنبه، د سرطان درېیمه)  د طالبانو ویاند “ذبیح الله مجاهد” په یوه ټلویزیوني وینا کې ادعا وکړه، چې د افغانستان ۳۰ سلنه سیمو مخکې پوهنې ته لاسرسی درلود، خو اوس دغه لاسرسی سل سلنې ته لوړ شوی.

نوموړي له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده کړو د ځنډولو په اړه ادعا وکړه چې د ښوونځیو تړل د لازمو اصلاحاتو له امله دي، ځکه چې پخوانی تعلیمي پروګرام د له لويديځ څخه او د لويديځوالو لخوا تپل شوي وو.

مجاهد وويل: موږ دا نه دي ويلي چې د نجونو زده کړه حرامه ده او يا يې د زده کړو اجازه نه ورکوو، خو دا تعليق ثانوي دى، په دې مانا چې په کې به اصلاحات راشي.

 څو ورځې مخکې د طالبانو یوه بل ویاند نعیم وردګ ادعا کړې وه، چې د افغانستان ۷۵ سلنه خلک تر دې مخکې د پوهنې له امکاناتو محروم وو.

د طالبانو چارواکي او ویاندویان په نورو برخو کې هم تل ورته ادعاوې کوي، چې منتقدان یې خندونکې بولي او وایي طالبان پر ټولو افغانانو او نړیوالو د ساده ګانو ګومان کوي او فکر کوي، چې د مدرسو د شاګردانو په شان به یې ټوله نړۍ په تبلیغاتو وغولیږي.

2 COMMENTS

  1. مجاهد هم لکه ړوند چرګ غوندی ده خپله یې په توره تیاره کی ناست او لکه مداری خبری کوی د ړانده چرګ خبر سر چپه ده پوهنه په سلو کی سل وه دی هیبت چړیانو اویا سلنی ته را وغورځوله او په دی هڅه کی دی چی د تعلیم درجه سفر ته ټیته کړی تر څو د ای اس ای ارمان ورته پوره کړی

  2. ثابت ما ما چې خوا بدی نشې ملګري دې ټول د مکې منافقین دي ! هغوی علمي سندروم نلري ، بلکې د عربو په زور تپل شوي دین په خوټو کلک تړلي دي ، بیله دې څخه چې ورڅخه پرې نشي همداسې بدبخته جاهل به ګرځي ! دین دبدبختی عمل او زوړ عربی کلتوري استعمار دی !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب