Homeخبرونهپاکستان مېشتي افغانان په تذکره خپل هېواد ته تلای شي

پاکستان مېشتي افغانان په تذکره خپل هېواد ته تلای شي

تاند: ( شنبه، د سرطان درېیمه) د تورخم بندر طالب چارواکي وایي د پاکستان له لوري، نن شنبه پر تذکره افغان وګړو ته د خپل هېواد ته تلو اجازه ورکړه.

د تورخم لپاره د طالبانو د رژیم کمیسار عصمت الله یعقوب وویل، هغه افغانان چې پاسپورټ نه لري په تذکره تر اختره کولای شي افغان لوري ته راشي او اختر له خپلو کورنیو سره يو ځای تیر کړي

پاکستان مخکې هم د اخترونو په مناسبت افغانانو ته، د خپل هېواد ته تلو ورته اجازه ورکړې وه.

دغه هېواد له پاسپورټ پرته افغانانو ته، د خپل هېواد ته تلو اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ناقانونه ډول پاکستان ته ورغلو او ان هغو افغانانو سره د پاکستان د ناوړه چلند ادعاوې کیږي، چې هلته د مېشت کیدو قانوني اسناد لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...