پوهندوی آصف بهاند
پام مو وي چې په نړیوالو منل شوو قوانینو کې دا یوه لیکل شوې او سجل شوې خبره ده چې:
«هر انسان د ښوونې او روزنې حق لري.»
د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په شپـږویشتمه ماده کې داسې راغلي دي:«
۱ ــ هر انسان د ښوونې او روزنې حق لري، ښوونه او روزنه، په تېره بیا لومړنۍ او بنسټیزې زدکړې باید وړیا او اجباري وي، د څانگـیـزې (حرفوي) ښوونې شونتیاوې (امکانات) باید د ټولو پر مخ پرانستې وي، د پوهنتونونو او نورو لوړو زدکړو مؤسسو ور باید د هر چا پرمخ پرانستی وي، چې د خپل استعداد او وس په اندازه له هغو څخه گټه واخیستلی شي.
۲ ــ د زدکړو موخه (هدف) باید د انساني شخصیت بشپړ غوړېدل، وده او د بشر د حقوقو او بنسټیزو ازادیو درناوی وي. زدکړې باید د ټولو ولسونو، نژادونو او مذهبي ډلگکیو ترمنځ پوهاوی (تفاهم)، زغم او دوستي رامنځته او هغه پراخه کړي او د ملگرو ملتونو د مؤسسې د سوله ایزو موخو د لا ټینگښت او پیاوړتیا له پاره لاره هواره کړي.
۳ ــ میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې د بڼې او څرنگوالي د ټاکلو په برخه کې د لومړیتوب حق لري.»
څه موده کم دوه کاله وشول چې د نجونو د تعلیم په برخه کې هره ورځ یا هره اونۍ بد خبرونه او بد فرمانونه خپرېـږي. د نجونو او ښځینهوو د تعلیم د مخنیوي په برخه کې نوي گامونه اخیستل شوي دي، په میډیا کې د داسې خبرونو سرلیکونه ترسترگو شوي دي چې:
«امربالمعروف کابل کې کورسونو ته د پېغلو نجونو ورتګ منع کړی.»
تاند په یوه لنډکي رپوټ کې داسې لیکلي دي:
«تاند:( سې شنبه ، د جوزا ۹ مه ) د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکو تعلیمي کورسونو ته د پېغلو نجونو پر ورتلو د بندیز خبر ورکړی.
څو باوري سرچینو تاند وېب پاڼې ته وویل، چې دغه بندیز تازه د طالبانو د رژیم د امربالمعروف وزارت د یوه مکتوب له استولو سره لګولی دی.
د یوه تعلیمي مرکز زده کوونکې تاند ته وویل، چې د کورس مسوولینو ورته د امربالمعروف ادارې په امر د پېغلو نجونو د نه ورتلو پریکړه اورولې ده…»
په همدې تېرو څو ورځو کې د ملگرو ملتونو د یونیسف ادارې له خوا د نجونو او هلکانو د تعلیم لپاره د نويو سیمهایزو ښوونځیو د جوړېدو خبرونه خپاره شول، د ځینو سرلیکونه یې دا دي:
بيبيسی پښتو:
«یونیسف افغانستان کې د محلي ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته لوړوي»،
«يونيسف په افغانستان کې خپل درسي ټولګي زياتوي»،
«یونیسف: ۵۰۰ زره افغان ماشومانو ته مو د زده کړو زمینه برابره کړې ده»،
بيبيسي پښتو:
«د محلي ټولګیو ناڅرګند برخلیک؛ “اختلافي موضوع ښايي د مدرسو پر ځای دغو ټولګیو ته تګ وي”»،
بيبيسي پښتو:
«یونېسف: سیمه ییز ښوونځي اوس نجونو لپاره د زدکړو یوازنۍ لار ده.»
په تعلیم پورې اړندې نړیوالې مؤسسې او په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د تعلیم پلویان هڅه کوي چې په افغانستان کې د کوچنیانو او نوي نسل د تعلیم لپاره زمینه برابره شي، د ښوونځیو او ښوونکو شمېر ډېر شي، څو د وطن نوي نسلونه وروزل شي؛ خو په افغانستان کې نوي واکداران نه یوازې د دې لړۍ پراختیا نه غواړي، بلکې که یې لاس بر شي شته ښوونځي هم په مدرسو بدلوي. د داسې مدرسو تعلیمي نصاب او تېرو تجربو ته په کتو سره ویلای شو چې زموږ د هېواد د نویو نسلونو لپاره به یې پایلې بیا هم ډېرې منفي وي.
د همدې مدرسو د جوړېدو او د هغو د پایلو په باب د نوي نسل د روزلو یو پلوي په یوه فیسبوکي پیام کې داسې لیکلي دي:
«فرض وکړئ په لنډ مهال کې به کېدای شي له امريکا سره د دوحې د تړون پر بنسټ، له ګاونډيانو سره هم د ورته ژمنو، قسمونو، خوږو خبرو او ګډو ګټو په خاطر وکولای شي د يو څه وخت لپاره خپل مذهبي روبوټان کنټرول کړي چې د دوی له خاورې به هېچا ته زيان نه اړوي مګر دا په هره کوڅه او څلورلارې کې چې جهادي مدرسې جوړېـږي، ميليونونه ډالر ورباندې پانګونه کېږي او زرګونه نوي روبوټان توليدوي څه فکر کوئ څو کالونه وروسته به يې پايله څه وي؟
که د همدې مدرسو تعليمي نصاب وګورئ هېڅ داسې څه پکې نشته چې په مرسته يې فارغېدونی کس وکولای شي ځان ته يوه مړۍ حلاله ډوډۍ پيدا کړي. نو د خېټې د مړولو لپاره به بيا پردی ټوپک په اوږه ږدي، انسانان به وژني او دا غميزه به همداسې ادامه لري.»
ښايي د نورو هېوادونو اسلام او زموږ د هېواد اسلام توپیر سره ولري، که داسې نه وای، څنگه سعودي عربستان د علمي څېـړنو لپاره یوه مېـرمن فضا ته لېـږي، خو زما په هېواد افغانستان کې له ښوونځی او پو هنتون څخه راگرځول کېـږي او یوازې د شهوت سړلولو او ماشوم زېـږونې د ماشین په سترگه ورته کتل کېـږي.