Homeخبرونهامربالمعروف کابل کې کورسونو ته د پېغلو نجونو ورتګ منع کړی

امربالمعروف کابل کې کورسونو ته د پېغلو نجونو ورتګ منع کړی

تاند:( سې شنبه ، د جوزا ۹ مه )   د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکو تعلیمي کورسونو ته د پېغلو نجونو پر ورتلو د بندیز خبر ورکړی.

څو باوري سرچینو تاند وېب پاڼې ته وویل، چې دغه بندیز تازه د طالبانو د رژیم د امربالمعروف وزارت د یوه مکتوب له استولو سره لګولی دی.

د یوه تعلیمي مرکز زده کوونکې تاند ته وویل، چې د کورس مسوولینو ورته د امربالمعروف ادارې په امر د پېغلو نجونو د نه ورتلو پریکړه اورولې ده.

طالبانو د دغې پریکړې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې طالبانو د ښوونځي له شپږم ټولګي پورته، نجونو ته د زده کړو بندیز اعلان کړی او ویلي، چې تر نامعلومې مودې به نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته نه ځي.

د دوی دا پریکړې په ملي او نړیواله کچه توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...