جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد جلال اباد یو شمېر ملایانو د طالب ښاروال نمانځغونډه وکړه

د جلال اباد یو شمېر ملایانو د طالب ښاروال نمانځغونډه وکړه

تاند:( سې شنبه ، د جوزا ۹ مه )   د جلال اباد یو شمېر ملایانو د طالب ښاروال ملا نعمت الله اخند ته نمانځغونډه جوړه کړ او په پګړۍ یې نازولی.

د جلال اباد ښاروالۍ ویلي، چې په دې غونډه کې څو مشهورو شېخانو، مفتیانو او ملایانو ورسره خپلې مشورې هم شریکې کړي دي.

یو شمېر خلکو بیا ویلي، چې طالب ملایانو افغانستان په یوې لویې مدرسې بدل کړی، ځکه یې تر ښاروالانو پورې هم ملایان ټاکلي او د دوی د چارو ارزونه او ستاینه هم ملایانو ته پاتې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د جلال اباد ښار یو شمېر خلکو له ښاري خدمتونو شکایت کړی او ویلي، چې طالبان یوازې ورځ تربلې ټیکسونه پرې زیاتوي، خو خدماتو ته پاملرنه نه کوي.

1 COMMENT

  1. د جلال اباد خلک دی په کرار کیني او ملایان دی پریږدي چی څو ورځی خپل عیش او عشرت وکړی او په نشه کی يی خار وانچوي. هسی هم دوه ورځی دنیا ده او ملایانو ته نور څه پاتی دی ځکه چی دین او ایمان خو يی په تور بازار کی د همدی خیټو او خوټو لپاره خرڅ کړی دی. نوش جان دی وی ورته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب