جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهالله ګل مجاهد د طالبانو په بلنه کابل ته ستنیږي

الله ګل مجاهد د طالبانو په بلنه کابل ته ستنیږي

تاند:( سې شنبه ، د جوزا ۹ مه )   د طالبانو رژیم کابل ته د مخکینۍ ولسي جرګې د غړي الله ګل مجاهد د بیرته ستنیدو د پلان خبر ورکړی.

په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني د نوموړي د یوه عکس له خپرولو سره ویلي، چې مجاهد ورسره په افغان سفارت کې لیدلي او په دې اړه غږیدلی.

حقاني مجاهد ته ویلي : افغانستان زموږ تاسو ټولو مشترک کور دی او موږ ټولو هېواد ته د افغانانو د بېرته ستنېدو لپاره زمینه جوړه کړې ده.

سرچینه زیاتوي: الله ګل مجاهد له سرپرست سفیر څخه مننه او هم یې هيواد ته د تللو لپاره تابیا څرګنده کړه.

الله ګل مجاهد، چې کابل کې د ځمکو په پراخ غصب او د بشري حقونو په سرغړاوي تورن و، د طالبانو له واکمنیدو مخکې یې د دوی ملاتړ کاوه.

د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د طالبانو په جامه کې یو شمېر کسانو په یوه رسنیز شوي ویډیو کې ډبولی او سپکاوی ورته کړی و.

مجاهد له دې پېښې وروسته په قاچاقي ډول ترکیې ته د سفر خبر ورکړی و.

3 COMMENTS

  1. دا د ګردنۍ د غلو او قطع الطریق نسل په هیڅ هم نه شرمیږي.
    په لواطت کې دا نجس او هیبتې ځناور هم مسلکه دي.

  2. ګل مجاهد حیا نلری یو وار طالبانو په سریې ورته تبله ووهله داځلی به ورته په کونه تبله ووهی

  3. په تهران یا انقره کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو تر ولکې لانې ده ،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب