جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو او مخالفانو یې اردوغان ته د بریالیتوب پرله پسې مبارکۍ وویلې

طالبانو او مخالفانو یې اردوغان ته د بریالیتوب پرله پسې مبارکۍ وویلې

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۸ مه )  د ترکیې د بیا ځلي ولسمشر په توګه د رجب طیب اردوغان له ټاکل کیدو وروسته، د طالبانو د رژیم او مخالفو سیاسي څېرو ترمنځ یې نوموړي ته د مبارکۍ ویلو سیالي پيل شوې ده.

د طالبانو رئیس الوزرا ملا حسن اخند، چې طالبانو ناروغ بللی او ویلي و، چې په کندهار کې استراحت کوي، د دوی لومړنی کس و، چې په یوه اعلامیه کې یې اردوغان ته د بیا ځلي ولسمشرۍ مبارکي وویله او دعا یې وکړه، چې د هغه په باور د دین لا نور خدمت وکړي.

د طالبانو نورو چارواکو هم د اردوغان د بیا ولسمشر کیدو په اړه د مبارکۍ ګڼ پيغامونه ورکړي دي.

د دوی د سوداګرۍ وزیر عزیز الدین نوري له وروستیو کسانو دی، چې نن یې په یوه پيغام کې اردوغان ته مبارکي ویلې ده.

د طالبانو د مخالفو څېرو یوې ترکیې مېشتې ډلې( د افغانستان د نجات لپاره د ملي مقاومت عالي شورا) هم په یوه اعلامیه کې اردوغان ستایلی او د ټاکنو مبارکي یې ورته ویلې ده.

هغوی له اردوغان څخه د دوی د غوښتنود ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.

د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو خلاف د مقاومت جنګي ډلې هم اردوغان ته مبارکي ویلې او په ټولنیزو رسنیو کې په لویه سطحه افغان فعالانو د اردوغان بریالیتوب بحث کړی.

منتقدانو بیا ویلي، چې طالبان او مخالفې اخواني څېرې يې په هېواد کې د ټاکنو سبوتاژونکي او مخالفان وو او لا هم دي، خو په نورو هېوادونو کې د ټاکنو په پایلو خوښي څرګندوي.

اردوغان ته د طالبانو او نورو ښي اړخو افغان ډلو پلویانو له ټاکنو مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د بریالیتوب دعاګانې هم کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب