پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهکابلوف: روسیه د ایران او افغانستان سرحدي شخړه جدي تاوتریخوالی نه ګڼي

کابلوف: روسیه د ایران او افغانستان سرحدي شخړه جدي تاوتریخوالی نه ګڼي

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۸ مه )  د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې هېواد یې د افغانستان- ایران پر پوله وروستۍ نښته پر پولو د هېوادونو ترمنځ له عادي جنجالونو بولي او اندیښمن یې نه دی.

نوموړي زیاته کړې: “زه فکر نه کوم چې کوم خطر وي، دا ډول پېښې پخوا هم شوې وې، لنډ مهاله وې، اوږدمهاله پایلې نه لري.”

طالبانو د اوړمې ورځې په نښته ایران او ایران طالبان ملامت کړي.

په نېمروز کې د افغانستان او ایران ګډه پوله کې د دواړو لوریو په نښته کې یو ایرانی عسکر وژل شوی او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دواړو خواوو په خبرو د خپلو سرحدي جنجالونو د حل او د پېښې د څېړلو ټینګار کړی دی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره له ګاونډيو هېوادونو سره پر پوله د دغې ډلې څو پرله پسې نښتې شوي.

افغانان، ایران او پاکستان په دې نښتو ګرموي او وایي فکر کوي، چې طالبانو سره د افغانستان د نظام خلاف په کړې جګړې کې د مرستې بدل کې به طالبان ورسره د افغانستان پر ارضي تمامیت او ګټو معاملې ومني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب