Homeخبرونهپنجاب: د یوې نجلۍ قبر سپړل شوی او ډله ییز جنسي تېری...

پنجاب: د یوې نجلۍ قبر سپړل شوی او ډله ییز جنسي تېری پرې شوی

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۸ مه ) د پاکستان د پنجاب ایالت د ګجرانوالې ولسوالۍ د قلعه دیدار سینګه د پولیسو په ماموریت کي د احسان الله په نوم کس شکایت ثبت کړی، چې د وفات شوې خور جسد يې د سیمې درې ‌تنو ځوانانو له قبر راکښلی او جنسي تېری یې پرې کړی.

د احسان الله په خبره، د خور جسد یې د روان کال د مۍ په ۲۲ مه په پلرنۍ هیره کې خاور ته سپارلی و؛ خو د مۍ په ۲۷ مه، چې سهار یې د کورنۍ غړي هدیرې ته ورځي، لوڅ شوي قبر او کفن نه ویستل شوي جسد سره مخ کیږي، چې د جنسي تېري نښې ور باندې دي.

د سیمې دوو تنو اوسېدونکو شهادت ورکړی، چې څو تنه یې د قبر د لوڅولو پر وخت لیدلي دي.

د نجلۍ کورنۍ پر درېیو کسانو شکایت کړی او ویلي، چې دوی یې د مړې شوې نجلۍ پر جسد جنسي تېری کړی.

پاکستان د داسې پېښو ډېره سابقه لري او وخت په وخت یې له مختلفو سیمو د داسې قضیو خبرونه خپاره شوي.

5 COMMENTS

  1. استغفر الله ، ایا انسان دې حد ته ټیټیدلي شي؟ دا هیبتې، حقاني ، او جهادي ځناور همدې پنجابیانو روزلي او تغذیه کړي دي. دې جهادیانو د ګلمجم او وحدت یانو په ملاتړ افغانستان کې ورته او تر دې فجیح اعمال تر سره کړي دي. هیبتې او حقاني ځناورو له پنجاب نه د لواطت مسلک په میراث راوړي.
    الله ج دي دا ټول تباه کړي!

    • سل په سله کې درسره همغږئ له دغه لعنتي پنجاب به اشرار او اشرار چیچي طالب بل څه زده کړي وي ☹️😭😡👍

  2. دا هم دچټلیسان د اصلی څیزې ثبوت چي انسان او انسانیت پرې شرمیږی ,

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...