Homeسپورتمیرویس نیکه کرکټ سیالۍ پيل شوې

میرویس نیکه کرکټ سیالۍ پيل شوې

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۸ مه )   په ننګرهار کې د زونونو په کچه د میرویس نیکه تر سرلیک لاندې د کرکټ درې ورځنۍ سیالۍ پيل شوې.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا سیالۍ د کورني کرکټ په جوړښت کې د زونونو په کچه د میرویس نیکه تر نامه لاندې د دې ولايت  په دوو کرکټ لوبغالو کې پیل شوې.

د يادو سیاليو په لومړۍ ورځ د غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د بست زون لوبډله د بند امیر زون له لوبډلې سره او دغه راز د نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي کې د سپین غر زون لوبډله د مس عینک زون لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې.

دغه سیالۍ به د راتلونکې جون میاشتې تر ۲۰مې نېټې دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...